خدمات پژواک

بخش عکاسى پژواک

پوشش خبری انتخابات

صفحه ویژۀ معادن

Afghan Peace Process Special Page

خدمات پيام هاى تجارتى پژواک

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په کندهار کې "افغان زراعتي محصولاتو مارکېټ" پرانیستل شو

په کندهار کې "افغان زراعتي محصولاتو مارکېټ" پرانیستل شو

Apr 17, 2017 - 18:58

کندهار (پژواک، ۲۸ وری ۹۶): په کندهار کې د مېوې، سبزیو یو مجهز او معیاري مارکېټ پرانیستل شو.

د افغان په نوم د زراعتي محصولاتو دغه مارکېټ د کندهار ښار په لوېدیځه څنډه کې د میرویس مېنې په ساحه کې پر ۲۶ زره متره مربع ځمکه جوړ شوی دی.

د مارکېټ د پرانیستې په مراسمو کې د کندهار والي محمد همایون عزيزي، کندهار ښاروال انجنیر روښان ولسمل او یو شمېر دولتي چارواکو او مخورو ګډون کړی و.

د کندهار والي عزيزي د دغه مارکېټ جوړېدل لوی پرمختګ وګاڼه او خوښي یې وښودله چې د کورنیو کرنیزو محصولاتو د معیاري کولو او ترویج لپاره هڅې کېږي.

هغه زیاته کړه، په دې توګه به نه یوازې هېوادني کرنیز محصولات ډېر شي، بلکې ډېرو خلکو ته به کار هم وموندل شي.

کندهار ښاروال انجنیر روښان ولسمل وویل، افغان د کرنیزو محصولاتو مارکېټ د کندهار ښاروالۍ او ملي سوداګر حکمت ښادمن په ګډ مشارکت جوړ شوی چې ۵ میلیونه ډالر لګښت ورباندې راغلی دی.

هغه زیاته کړه، په دغه مارکېټ کې ۴۰۰ دوکانونه، د لیلام لپاره پراخ هنګر، د موټرو تمځای، حمام، جومات او نور تاسیسات په معیاري بڼه جوړ شوي دي.

دی وايي، د مارکېټ ۲۵ سلنه دوکانونه د کندهار ښاروالۍ او ۷۵ سلنه یې د ښادمن شهیر شرکت ونډه ده، خو د قرارداد له مخې له ټاکلې مودې پورې کېدو وروسته به مارکېټ په بشپړه توګه کندهار ښاروالۍ ته سپارل کېږي.

نوموړي وویل، په جوړ شوي مارکېټ کې به هېوادني زراعتي محصولات په معیاري بڼه چمتو کېږي او له همدې ځایه به نړۍ ته صادرېږي.

ښاروال یادونه وکړه چې غواړي د کندهار ښار په ټولو برخو کې په متوازنه توګه پرمختیايي کارونه وکړي چې په دې لړ کې به په میرویس مېنه کې د وچې مېوې مارکېټ او د ښار په شمالي برخه کې هم سوداګریز مارکېټونه جوړوي.

د ده په خبره، مهمه دا ده چې څنګه کولای شي په کندهار کې د غربت او بې کارۍ کچه ټیټه کړای شي.

د عبدالشکور په نوم د تازه مېوې یوه کاروباري پژواک اژانس ته وویل، دغه نوی مارکېټ په ډېر ښه موقعیت (د کندهار- هرات پر لویه لاره) جوړ شوی چې نه یوازې د کندهار له بېلابېلو ولسوالیو بلکې له هلمند، فراه او نورو ولایتونو څخه به هم مېوې او نور کرنیز محصولات ورته راوړل کېږي.

هغه زیاته کړه، په دې توګه کروندګر هم خوشحاله دي چې د خپلو محصولاتو د پېر او پلور لپاره یو ښه ادرس مومي.

د یادونې ده چې د لوى کندهار په نوم د لندې مېوې یو بل لوی مارکېټ د مومند ګروپ له خوا د کندهار ښار ختيځ لورى د کندهار- سپين بولدک پر لويه لاره د ښوراندام په سيمه کې پر ٥٠ جريبه ځمکه جوړ شوى چې شاوخوا دوه کاله وړاندې پرانیستل شو.

د تازه مېوې دغه مارکېټ د هېواد په کچه تر ټولو لوى او مجهز مارکېټ دى، چې هم به په کې د مېوې د پېر او پلور چارې تر سره کېږي او هم به له دې ځايه نورې نړۍ ته صادرېږي.

علامت: 

گزارش های مربوطه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

تبصره کنيد

اعلانات

Advertisement