خدمات پژواک

بخش عکاسى پژواک

پوشش خبری انتخابات

صفحه ویژۀ معادن

Afghan Peace Process Special Page

خدمات پيام هاى تجارتى پژواک

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په کندهار ښار کې هم دوه بند ښوونځي پرانیستل شول

په کندهار ښار کې هم دوه بند ښوونځي پرانیستل شول

Sep 18, 2017 - 17:36

کندهار (پژواک، ۲۷ وږی ۹۶): د بندو ښوونځيو د بیا پرانیستلو په لړ کې نن په کندهار ښار کې هم دوه ښوونځي پرانیستل شول.

دغه دوه ښوونځي د کندهار ښار له هغو ۱۲ ښوونځیو څخه دي چې له تېرو څو کلونو راهیسې د تشکیل او ودانیو د نشتوالي له امله تړل شوي و.

مخکې ویل کېدل چې یواځې د کندهار په ولسوالیو کې د ناامنیو او نورو ستونزو له امله لسګونه ښوونځي تړلي دي، خو د ولسوالیو تر څنګ په کندهار ښار کې هم د بېلابېلو ستونزو له امله تر ۱۰ ډېر ښوونځي تړلي دي.

د یادو شوو ښوونځیو د بیا پرانیستل کېدو په لړ کې، نن د کندهار ښار اړوند په نهمه ناحیه کې د حاجي عبیدالله او میان کوه په نومونو بند ښوونځي بیا پرانیستل شول.

د دغو ښوونځيو د پرانیستلو په مراسمو کې د پوهنې ریاست چارواکو او د سیمې اوسېدونکو ګډون کړی وو.

د کندهار د پوهنې رییس انجنیر عبدالقادر پیوستون پژواک خبري اژانس ته وویل، دا هغه دوه ښوونځي دي چې د تشکیل او ودانیو د نشتوالي له امله له څو کلونو راهیسې تړلي وو.

هغه زیاته کړه، نوي پرانیستل شوي ښوونځي اوس هم تشکیل او ودانۍ نه لري، خو د سیمې اوسېدونکو خپل شخصي کورونه د دوی په واک کې ورکړي او ښوونکي به د حق الزحمې په بڼه په کې په دندو وګومارل شي.

د ده په خبره، تر هغه چې د دغو ښوونځیو لپاره ځمکه مومي او وزارت د ودانیو د جوړولو لپاره بودیجه ورکوي، په همدې کورونو کې به فعالیت کوي.

پیوستون د خلکو له همکارۍ مننه وکړه، خو په عین حال کې یې له هغوی وغوښتل چې اولادونه د زده کړې لپاره دغو ښوونځیو ته واستوي.

نوموړي یادونه وکړه چې په کندهار ښار کې ۱۰ نور ښوونځي هم د تشکیل د کمښت او د ودانیو د نشتوالي له امله تړلي چې دوی یې په روان تعلیمي کال کې د پرانیستلو هوډ کړی دی.

د سیمې اوسېدونکي د ښوونځیو په بیا پرانیستل کېدو خوښ دي او د پوهنې له ریاست څخه د مسلکي ښوونکو او درسي لوازمو غوښتنه کوي.

د میان کوه سیمې یوه اوسېدونکي حاجي نجیب الله پژواک اژانس ته وویل، د دوی د سیمې دغه دوه ښوونځي له تېرو څو کلونو راهیسې بند وو چې له امله یې ډېر ماشومان له زده کړو بې برخې وو او ډېرو کورنیو بیا خپل ماشومان د زده کړې لپاره د ښار نورو ښوونځیو ته لېږل چې ډېر لرې وو.

دی وايي، د دغو بندو ښوونځیو په بیا پرانیستل کېدو سره سلګونو ماشومانو زده کړو ته لاسرسی پیدا کړ.

نوموړي او د سیمې نورو مخورو ژمنه وکړه چې هم به خپل اولادونه ښوونځیو ته لېږي او هم به د ښوونځیو څارنه کوي چې په ښه توګه فعال وساتل شي.

په دې توګه په روان تعلیمي کال کې د ۱۵۳ بندو ښوونځیو له جملې د بیا پرانیستل شوو ښوونځیو شمېر ۱۴۱ ته راټيټ شو.

په ورته توګه څو ورځې وړاندې په سپین بولدک ولسوالۍ کې هم ۱۰ بند ښوونځي پرانیستل شول چې له تېرو لسو کلونو راهیسې د بېلابېلو ستونزو له امله د زده کوونکو پر مخ تړلي وو.

د کندهار د پوهنې ریاست چارواکي وايي، په روان کال کې د ۴۸ بندو ښوونځيو د پرانیستلو هوډ لري چې تر دې مهاله یې ۱۲ پرانیستل شوي دي.

په کندهار کې د ۴۷۰ ښوونځیو له جملې اوسمهال ۳۳۰ ښوونځي پرانیستي چې یواځې ١٩٢ یې ودانۍ لري او نور يې هېڅ ودانۍ نه لري.

له همدې امله د ډېرو ښوونځيو زده کوونکي په يخ او ګرم موسم کې تر شنه اسمان لاندې زده کړې کوي او ان خېمې هم نه لري.

د پوهنې ریاست په داسې حال کې د بندو ښوونځیو د پرانیستلو، د ودانیو د ترمیم او د ښوونځیو د سمبالتیا چارې پیل کړي چې له تېرو څو کلونو راهیسې د کندهار اوسېدونکي د پوهنې پر بهیر نیوکې کوي او په دې باور دي چې څومره فساد او ناسمې استفادې د پوهنې په اداره کې شوې، هومره په بله هېڅ اداره کې نه دي شوي.

هغوی نور دا حالت د زغم وړ نه بولي او د اصلاحاتو  غوښتنه کوي.

خو د نوي تعلیمي کال د پیل پر مهال د کندهار والي او د پوهنې ریاست چارواکو ژمنه وکړه چې د پوهنې د بهیر د اصلاح سمون لپاره به کار کوي او د فساد مخنیوی به کوي.

گزارش های مربوطه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

تبصره کنيد

اعلانات

Advertisement