Pajhwok Services

SMS News Service

Photo Service

Election Coverage

Special Mining Page

Afghan Peace Process Special Page

Addvertise With Pajhwok

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

Suggest a Story

Pajhwok is interested in your story suggestions. Please tell us your thoughts by clicking here.

په دولتي او خصوصي ادارو کې جنسي ځورونو د مېرمنو د کار مخه نيولې

په دولتي او خصوصي ادارو کې جنسي ځورونو د مېرمنو د کار مخه نيولې

By
On
Aug 17, 2017 - 18:27

کندوز ښار(پژواک،٢٦زمرى٩٦): د کندوز يوشمېر مدني فعالين وايي چې جنسي ځورونو په دولتي او خصوصي ادارو کې د مېرمنو د کار مخه نيولې ده.

 د شمال ختيځ زون د مدني فعالينو يوې ډلې په يوه خبري غونډه کې، په شمال ختيځ زون کې د مېرمنو جنسي ځورونې د اندېښنې وړ بللې او و يې  ويل چې مېرمنو د جنسي ځورونو له امله په دولتي ادارو کې خپل کارونه پرېښي دي.

په دغه غونډه کې د شمال ختيځ زون د څلورو ولايتونو مدني فعالينو ګډون کړى و او د مېرمنو پر جنسي ځورونو يې اندېښنه په ډاګه کړه او له د ولت څخه يې وغوښتل چې د پوهاوي په برخه کې دې مسوولينو ته ورکشاپونه جوړ کړي.

  د کندوز ولايت يوه مدني فعاله حبيبه ګلستاني د کندوز ولايت په دولتي ادارو او واټونو کې د مېرمنو پر اوسني وضعيت اندېښنه په ډاګه کړه.

ګلستاني وايي:" دغه غونډه چې نن د مېرمنو د ځورونې د مخنيوي په نوم ترسره شوه، د پوهولو لپاره د داډول پروګرامونو جوړېدل ښه دي، ډېرى مېرمنې په کار ځايونو، واټونو او نورو ځايونو کې ځورول کېږي او په همدې دليل مېرمنې د کار پرېښودلو ته اړ کېږي او موږ په دې اړه سخته اندېښنه لروو. "

 يوه بله مدني فعاله،راضيه نوري چې په ياده غونډه کې يې له بغلان ولايت څخه ګډون کړى و، وايي چې بغلان ولايت په ادارو کې د مېرمنو وضعيت نسبتا ښه دى، خو تر اوسه هم جدي ستونزې شته  دي.

 نوري وايي:" به ادارو کې ځورونې نسبتا کمې دي، خو په واټونو او سړکونو کې لا هم ځورونې شته دي او د دې اړتيا ده چې خلک د رسنيو له لارې وپوهول شي."

فرزانه حکيمي بله مدني فعاله ده چې په ياده غونډه کې يې له تخار ولايت څخه ګډون کړى، هغې په دولتي او خصوصي ادارو کې د مېرمنو ځورونې جدي وبللې او دولت يې مکلف وباله چې ددې کار مخه ونيسي.

په شمال ختيځ کې د مېرمنو د وړتياينې ددفتر  استازي نصير حيران وايي چې د جنسي ځورونې د منع کېدو په نامه ننۍ غونډه کې چې ددغه دفتر له خوا له خوا جوړه شوې او په دغه پروګرام کې د څلورو ولايتونو د مدني بنسټونو استازو ګډون کړى دى.

Related Article


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

Add new comment

Advertisement

Advertisement

Twitter Update