Pajhwok Services

SMS News Service

Photo Service

Election Coverage

Special Mining Page

Afghan Peace Process Special Page

Addvertise With Pajhwok

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

Suggest a Story

Pajhwok is interested in your story suggestions. Please tell us your thoughts by clicking here.

د ننګرهار والي او د الکوزي شرکت مشر د بهسودو پله قضيه کې يو بل تورنوي

د ننګرهار والي او د الکوزي شرکت مشر د بهسودو پله قضيه کې يو بل تورنوي

By
On
Oct 08, 2017 - 14:11

جلال اباد (پژواک، ۱۶ تله ۹۶): د ننګرهار ولايت د بهسودو د دويم پله جوړوونکي شرکت مشر وايي چې د ننګرهار د والي له لوري غير قانوني او د يوې دسيسې له مخې نيول شوی او غواړي د حیثیت اعاده یې وشي.

خو د ننګرهار والي وايي چې دغه شرکت د بهسودو پله رغولو کې فساد کړى او د هغه د نيولو په اړه له خپلې پرېکړې دفاع کوي.

د الينګار الکوزي شرکت مشر نورمحمد الکوزی تېره اوونۍ وروسته له هغه د ننګرهار د والي محمدګلاب منګل په امر ونيول شو چې د بهسودو دويم پُل يوه برخه تر پرانيستل کېدو وړاندې تخريب شوې وه او د مدني ټولنو او عامو خلکو سخت غبرګون يې را وپاراوه.

الکوزي پرون (د تلې ۱۵مه) مازديګر ناوخته په يو مطبوعاتي کنفرانس کې نيوکه وکړه چې د والي له لوري د يوې دسيسې له مخې او په غير قانوني ډول ونيول شو او د وزارت له لوري بېرته په قانوني ډول خوشی شوی دی.

هغه زياته کړه، د پُل لومړنۍ تسليمي يې کړې وه؛ خو وروستۍ هغه يې لا پاتې وه او بشپړه تسليمې يې لا نه وه کړې چې ورته د ځينو اشخاصو له لوري دسيسه جوړه شوه.

د نوموړي په وينا، قرارداد له وزارت سره شوی، نظارت يې هم وزارت ترسره کړی، خو والي پر خپل سر او له کوم قانون پرته ونيو.

الکوزى وايي: ((زه په تېر لوى اختر کې له دې موضوع يو څه خبر شوم، ما په عاجله توګه خپلو همکارانو ته وويل چې هلته قير واچوي، څو سيخانو ته اوبه ونه رسېږي؛ خو کله چې ما اوس دغه ساحه وليده؛ نو معلومېږي چې په تخريب شوي ځای تيزابي او کيمياوي مواد پاشل شوي دي.))

هغه تور پورې کړ، ځينې کړۍ غواړي ننګرهار کې د دې ډول حرکاتو په ترسره کولو د پانګه اچونې او رغنيزو پروژو مخه ډپ کړي.

د الکوزي د معلوماتو له مخې، د پُل تخريب شوې ساحې فزيکي ستونزه پيدا کړې، د وزارت مسلکي ټېم يې څېړنه پيل کړې ده او وروسته به يې په اړه پرېکړه هم وکړي.

خو د ننګرهار والي محمدګلاب منګل وايي، نه يوازې دغه شرکت، بلکې په دغه ولايت کې که هر شرکت په هره رغنيزه پروژه کې فساد وکړي همدا چلند به ورسره وکړي.

هغه له پژواک اژانس سره د يوې ځانګړې مرکې پر مهال وويل، کله چې يو پُل تر پرانيستل کېدو وړاندې سوری کېږي او ستونزه په کې پيدا کوي؛ نو ښکاره ده چې فساد په کې شوی دی.

دی وايي، د شرکت د مسوول نيول کېدو پرېکړه يې ځکه وکړه چې ولس، مدني ټولنې او ځوانان ډېر احساساتي شوي وو او وېره وه چې کومه لويه پېښه رامنځته نه شي.

والي زياته کړه: ((تاسو وليدل چې په کابل کې فرخنده څنګه ووژل شوه، که ما دغه کار نه وای کړی؛ نو دلته هم همدا ډول پېښه شونې وه.))

ګلاب منګل ګواښ وکړ، که په راتلونکي کې بل کوم شرکت هم ورته عمل ترسره کړي، همدا ډول غبرګون سره به مخ شي او دغه چاره يې د ملي ګټو او د خلکو احساساتو ته د درناوي په خاطر کړې ده.

هغه وايي: ((زه په خپل دغه عمل پښېمانه نه يم، بښنه هم ترې نه غواړم او که په راتلونکي کې بيا دغه عمل تکرار کړي، تر دې سخت غبرګون به وښيم.))

د ننګرهار د ولايتي شورا منشي ذبيح الله زمری هم وايي، که والي ياد کس نه وای نيولی، نو شونې وه چې ناورين رامنځته شوی وای.

هغه پژواک اژانس ته  وويل، د بهسودو پُل يوه ملي پروژه ده، څېړنې يې بايد ترسره شي او هر چا چې په دې برخه کې ناغېړي او فساد کړی، بايد محاکمه شي.

د ننګرهار د ټولګټو رييس ضابط منګل وايي چې د بهسودو پُل موضوع دوی پورې تړلې نه ده او خپله وزارت نظارت کړې ده.

نوموړي پژواک اژانس ته وويل چې وزارت د دې پروسې ټولې چارې مخکې وړې دي او د شرکت د مسوول له نيول کېدو او خوشې کېدو هم خبر نه دي.

د يادولو ده، د بهسودو د دويم پُل جوړولو د څه باندې درې ميليونه ډالرو په لګښت شاوخوا درې کاله مخکې پيل شوې وې، خو د بوديجې د کمښت او ځينو نورو ستونزو له امله يې چارې لا تر اوسه بشپړې شوې نه وې چې له ستونزو سره مخ شوې.

Related Article


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

Add new comment

Advertisement

Advertisement

Twitter Update