Pajhwok Services

SMS News Service

Photo Service

Election Coverage

Special Mining Page

Afghan Peace Process Special Page

Addvertise With Pajhwok

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

Suggest a Story

Pajhwok is interested in your story suggestions. Please tell us your thoughts by clicking here.

دپکتيکا ولايت داورګون دځوانانو فرهنګي ټولنه

دپکتيکا ولايت داورګون دځوانانو فرهنګي ټولنه

By
On
Nov 21, 2017 - 10:42

دپکتيکا ولايت مدني ټولنو او ولايتي شورا له دې امله دپکتيکا امنيه قوماندان ته ستايلنک ورکړ، چې په دې ولايت کې يې دپوليسو په ليکو کې اصلاحات را وستي، په لسګونو خيالی پوليس يې موندلی او دپوليسو پو شمير غيري قانوني پاټکونه يې له منځه وړي دې.

په دې اړه يو ه ناسته هم رابلل شوي وه، چې په کې دمدني ټولنو، ولايتي شورا استازو سر بيره دامنيه قوماندانۍ يو شمير سرتيرو او افسرانو ګډون کړی وو.

دولايتي شورا مشر بختيارګل ځدراڼ وويل، چې دپکتيکا ولآيت امنيه قوماندان ددريو مياشتو په موده چې دامنيت دخوندي کولو ترڅنګ کار اهلی کار ته سپارلی او په لسګونو خيالی پوليس يې په نښه کړي او له دندو يې شړلی دې.

داورګون دفرهنګي ټولني په استازيتوب دمدني ټولنو دهمغږۍ ددفتر مشر خورشيد امان کټوازي په دې اړه وويل، چې دپکتيکا امنيه قوماندان مل پاسوال محمدعظيم هاشمي په لږ وخت کې دفساد په وړاندي مبارزه، دپوليسو په ليکو کې اصلاحات او نظم هغه څه دې چې په دې ولايت کې يې له مخي امنيت خوندي شوی دی.
 ولایتي شورا او مدني فعالان وویل، که د نورو ملکي او نظامي ادارو مسئولین هم د امنیه قوماندان په شان ښه کار وکړي، نو دوی به یې تقدیر کړي.
 په غونډه کې دپکتیکا امنیه قوماندان مل پاسوال محمد عظیم هاشمي هم وینا وکړه او د ولایتي شورا او مدني ټولنو له لورې ستاینلیکونو ورکولو څخه یې مننه وکړه.
 هاشمي وویل، د ده تر راتګ وړاندي د امنیه قوماندانۍ بستونه پلورل کېدل، پولیسو په ولسوالیو او مرکز کې پاټکونه لرل، او خیالي سرتېري هم موجود وو، خو په خبره یې چې یادې ټولې ستونزي يې حل کړي دي.

دنوموړي په خبره چې تر اوسه يې نيژدې ۵۰ خيالی پوليس په مرکز او يو شمير ولسواليو کې پيژندلی دې، چې معاشونه يې دوخت واليانو، امنيه قوماندانانو ته تلل.

مل پاسوال محمد عظیم هاشمي وویل اصلاحات دوام لري، او په فساد ککړ کسان به عدلي او قضايي ارګانونو ته ور وپېژني.

Related Article


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

Add new comment

Advertisement

Advertisement

Twitter Update