د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په زابل کې یو شمېر ښوونکو د ښوونځیو د تړلو ګواښ وکړ

په زابل کې یو شمېر ښوونکو د ښوونځیو د تړلو ګواښ وکړ

May 24, 2012 - 18:43

کلات (پژواک،٤غبرګولى ٩١): د زابل ولایت دکلات ښارد یوشمېر ښوونځيو ښوونکو او زده کوونکو د یوې احتجاجي غونډې په ترڅ کې ګواښ وکړ، چې که ښوونکيو ته د ځمکو نومرې ورنکړل شي، نو ښوونځي به وتړي.

دغه سلګونه ښوونکي او زده کوونکي ، چې نن د غبرګولي په ٤ مه د کلات ښار د شیخ متي لېسې د لوبو په میدان کې راغونډ شوي،ادعا کوله ، چې یو شمېر دولتي چارواکي د شخصي ګټو په خاطر د ځمکو د وېشلو مخه نیسي.

د نصیب الله په نوم یوتن ښوونکي پژواک خبري اژانس ته وویل ، چې یو کال وړاندې د دوى لپاره د ښار ځمکه ځانګړې شوې وه او لس ورځې وړاندې يې په مشرانو جرګه کې د زابل د سناتور ډاکتر زلمي  زابلي په هڅو وېشل پيل شوه.

خو هغه زیاته کړه ، چې د وېشلو له پيل سره سم ځینو دولتي چارواکو لاسوهنه وکړه او د نومرو د وېش مخه یې ونیوله .

ده په دې اړه د چا نوم وانخيسته او ويې ويل: ((که بېرته د ځمکو توزیع پيل نه شي ، موږ به له خپلو دندو استعفا وکړو او په احتجاجي توګه به ښوونځي هم وتړو. ))

په مشرانو جرګه کې د زابل سناتور او ددغې جرګې د شکایتونو د اورېدو د کمېسیون مشر ډاکتر زلمي زابلي د ښوونکو دغه ستونزه پر ځای وبلله او ويې ويل چې اجازه به ورنکړي ، چې د ښوونکو حقوق پایمال شي.

هغه زياته کړه:(( دولتي چارواکي او ځینې نور مخور کسان غواړي ، چې د ښوونکو لپاره ځانګړې شوې نومرې په خپله غصب کړي او ځکه یې د وېشلو پر وړاندې پلمې جوړوي.))  

زابلي زیاته کړه، چې ښوونکي د ټولنې جوړونکي دي او باید چې تشویق شي، خو د زابل ولایتي اداره ددې پر ځاى ، چي دوى تشویق کړي ، خپل حقوق یې نه ورکوي.

خو د زابل دولتي چارواکي وايي ، چې د ښوونکو لپاره د ځمکو د نومرو پر وړاندې یې هېڅ ستونزه نه ده جوړه کړې.

د زابل والي محمد اشرف ناصري خبریالانو ته وویل ،چې د ښوونکو لپاره د ځانګړې شوې ځمکې د خط کشۍ چارې پيل شوي، خو نور لومړني کارونه یې لا نه دي بشپړ شوي.

هغه زیاته کړه، دوى ددې غوښتونکي دي ، چې د ځمکو نومرې باید دولتي لایحو او طرزالعملونو سره سم ووېشل شي.  

د يادونې ده، چې تر دې وړاندې هم ښوونکو په وارو وارو له چارواکيو غوښتنه کړې وه ، چې باید د کورونو لپاره ورته ځمکې ورکړي ،خو دا لومړی ځل دی، چې دوى په دې برخه کې د ښوونځیو د تړلو ګواښ کوي.

 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement