د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

پر امنيتي پوستې ځانمرګي بريدپنځو پوليسو ته مرګ ژوبله واوړله

پر امنيتي پوستې ځانمرګي بريدپنځو پوليسو ته مرګ ژوبله واوړله

Dec 05, 2013 - 14:44

لښکرګاه( پژواک،١٤ ليندۍ ٩٢): چارواکي وايي،د هلمند په مارجې ولسوالۍ کې په يوه امنيتي پوسته کې ځانمرګي بريد يو پوليس وژلى او څلور ټپيان دي.

د هلمند د امنيه قوماندانۍ د رسنيو مسوول فواد عسکري د ليندۍ په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل، ځانمرګى بريدکوونکى د پوستې له تلاشۍ تېر شوى و او د پوستې له دروازې سره يې ځان ته چاودنه ورکړې ده

نوموړى وايي، چې دغه بريد تېره شپه تر سره شوى دى.  

خو د هلمند د امنيه قوماندانۍ د امنيت مرستيال حاجي ويس وايي، په امنيتي پوسته کې د چاودنې له امله يو پوليس وژل شوى او درې ټپيان دي.

هغه زياتوي:((تراوسه دا معلومه نه ده،چې چاودنه څنګه رامنځ ته شوې، مخالفينو چاودېدونکي توکي ځاى پر ځاى کړي وو اوکه په پوسته کې د راکټ  مرمۍ د چاودنې له امله مرګ ژوبله رامنځ ته شوې.))

د دې پېښې په اړه د دولت وسله والو مخالفينو څه نه دي ويلي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement