د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د فرخار امنيه قوماندان د رايې پر سر يو قومي مشر وهلى

د فرخار امنيه قوماندان د رايې پر سر يو قومي مشر وهلى

Apr 05, 2014 - 17:13

تالقان (پژواک ١٦ ورى ٩٣): د تخار ولايت د فرخار امنيه قوماندان، يو قومي مشر د خپل د خوښې کانديد ته د رايې نه ورکولو په غبرګون کې وهلى ټکولى او دوه تنه نور يې بنديان کړي دي.

د صفرمحمد په نوم وهل شوي قومي مشر او د کندوز د خان اباد پخواني ولسوال، چې تر وهلو وروسته د درملنې لپاره د تالقانو روغتون ته ور وړل شوى پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ولسوالۍ د امنيه قوماندان علي له خوا وهل شوى او د ده دوه نور ملګري يې بنديان کړي دي.

نوموړي په داسې حال کې چې ډاکټرانو يې د سر د ټپو درملنه کوله وويل: ((د ولسوالۍ امنيه قوماندان موږ ته وويل، چې د ده د خوښې کانديد ته رايه ورکړو خو کله چې موږ دا خبره ونه منله له ما سره يې فزيکي برخورد وکړ او زما دوه ملګري، چې قومي مشران دي بنديان کړل.))

نوموړى وايي، چې هغه او ساتونکو يې په شريکه وهلي ټکولى دى.

د تخار ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحنان قطغني پژواک ته د دې پېښې پخلى وکړ خو يادونه يې وکړه، چې په دې اړه څېړنې کوي.

هغه وويل، دا پېښه نن له غرمې وروسته رامنځته شوې او تر څېړونو وروسته به يې جزئيات له رسنيو سره شريک کړي.

د يادونې ده، د ملي اردو سرتېرو په ننګرهار ولايت کې د پژواک اژانس ويډيو خبريال، د ټاکنيزې پروسې د پوښښ پر مهال وهلى او وسايل يې ور مات کړي دي.

نښه: 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement