د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

خليلي: حکومت دې د کوچيانو معضله هواره کړي

خليلي: حکومت دې د کوچيانو معضله هواره کړي

Mar 06, 2015 - 12:46

کابل (پژواک ١٥ کب ٩٣): د وحدت اسلامي ګوند مشر له حکومته وغوښتل، چې د کوچيانو معضلې ته د پاى ټکى کېږدي او د وسله والو له لوري د ٣٠ کسانو د خوشې کولو په برخه کې جدي ګامونه واخلي.

دغه څرګندونې د وحدت اسلامي ګوند مشر او د پخواني ولسمشر حامد کرزي دويم مرستيال محمد کريم خليلي، نن د عبدالعلي مزاري د شلم تلين په مناسبت جوړه شوې غونډه ته په کابل کې وکړې.

ده وويل، د ملي يووالي د حکومت د مشرتابه يوه ژمنه د کوچيانو د معضلې هوارى و، نو بايد دغې معضلې ته بشپړه پاملرنه وکړي او حل يې کړي.

هغه زياته کړه، د هزاره جاتو خلک اندېښنه لري، چې کوچيان به د داعش په نوم سيمه يو ځل بيا نارامه کړي، نو د نوي دولت رهبران دې په دې برخه کې کوټلي ګامونه واخلي، ترڅو دا معضله حل شي.

د نوموړي په وينا، د يادې ستونزې هوارى د خلکو له بنسټيزو غوښتنه څخه ده.

د باميانو ولايت خلک او کوچيان، هر کال د خپلو رمو د څرولو په موخه، د دې ولايت مرکزي سيمو ته ځي، چې له همدې امله د دواړو ترمنځ اختلافات رامنځ ته کېږي او په پايله کې يې دواړو خواوو ته تلفات اوړي او يو شمېر کورنۍ بې ځايه کېږي.

خليلي دغه راز له حکومته وغوښتل چې د ٣٠ کسانو په خوشې کولو کې دې هڅه وکړي، ترڅو هغوى خپلو کورونو ته په سالم ډول بېرته راستانه شي.

نوموړي د سيمې له قومي مشرانو او علماوو هم غوښتنه وکړه، چې د ياد کسانو په خوشې کولو کې مرسته وکړي او په دې برخه کې د هغوى اوسنۍ يې هڅې يې هم وستايلې.

هغه وايي: "نن سهار ورته معلومات رسېدلي، چې ياد کسان تراوسه پورې روغ رمټ دي."

د روانې مياشتې په ٤مه، ٣١ مسافر، کله چې له ايران څخه د راګرځېدو پر مهال له هرات څخه کابل ته راتلل، له ٣٠٣ ډوله موټر څخه د زابل په شاجوى ولسوالۍ کې د ناپېژاندو وسله والو له لوري تښتول شوي دي.

له يادو مسافرو څخه، يو تن کابو يوه اونۍ وړاندې (د کب ٦مه) پرېښودل شو او د پاتې نورو د پرېښودو هڅې هم د سپين ږيرو په منځګړيتوب روانې دي.

خو وسله والو طالبانو، نن د يوې خپرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې ياد شوي کسان د دوى له لوري نه دي تښتول شوي.

د کرزي د دورې د حکومت دغه لوړپوړي چارواکي د اوسني حکومت د سولې له هلوځلو ملاتړ وکړ، خو ويې ويل، چې د تېرو ١٣ کلونو د لاسته راوړنو او ارزښتونو د ساتلو جدي غوښتنه کوي.

ده وويل، په هېواد کې سوله غواړي، خو عادلانه سوله؛ داسې ونه شي چې د تېرو کلونو ارزښتونو او لاسته راوړنې د سولې قرباني شي.

دى وايي: "د تېرو ١٣ کلونو ارزښتونو او لاسته راوړنو په قرباني کولو سره، هېڅکله سولې ته نه شو رسېدلاى؛ نه بايد چې د سولې په پايله کې بدتره پديده (داعش) وده وکړي."

ده زياته کړه، هغه سوله چې د عدالت لامل شي، د خلکو اړتيا ده؛ د عدالت پلي کول بايد په هره برخه کې ترسره شي، چې سياسي مشارکت يې هم يوه برخه ده.

هغه وايي: "نه بايد د ځينو کسانو له لوري داسې يو سياست غوره شي، چې په پايله کې يې يو قوم حذف شي؛ په افغانستان کې حذفي سياست ځاى نه لري او نه يې مني."

 نوموړي دغه راز په هېواد کې د عدالت پر اړتيا ټينګار وکړ او ويې ويل، د افغانستان د خلکو درد په تېرو وختونو کې د بې عدالتيو له امله وو؛ همداراز په نړۍ کې د افراطيت او بنسټبالنې له امله رامنځ ته شوې ستونزې هم د نړۍ په کچه د بې عدالتيو پايله ده.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

اعلانونه

Advertisement