د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

دوه وسله وال وژل شوي او اوه امنيتي سرتېري ټپيان دي

دوه وسله وال وژل شوي او اوه امنيتي سرتېري ټپيان دي

Aug 19, 2014 - 15:57

جلال اباد، پل علم ( پژواک  ٢٨  زمرى ٩٣): په ننګرهار او لوګر ولايتونو کې دوه وسله وال وژل شوي، اوه امنيتي سرتېري او يو وسله وال ټپيان شوي دي.

د لوګر ولايت د څرخ ولسوال خليل الله کمال پژواک خبري اژانس ته وويل، چې لسګونه وسله والو نن له سهار د دې ولسوالۍ پر مقام او څو پوستو بريدونه پيل کړي دي.

هغه وايي، چې په دې بريدونو کې تراوسه څلور ملي پوليس او درې د ملي اردو سرتېري ټپيان شوي او ډېر شمېر وسله والو ته هم مرګ ژوبله اوښتې؛خو شمېر يې نه دى معلوم.

ولسوال وايي، چې نور امنيتي سرتېري سيمې ته رسېدلي او لا هم ځاى ځايګى له وسله والو سره نښتې روانې دي.

بلخوا د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ وياند پژواک ته وويل، چې نن له غرمې مخکې د خوږياڼو ولسوالۍ د وزيرو د پيره خېلو په سيمه کې د ايساف بې پيلوټه الوتکې بريد کړى.

سمونيار حضرت حسين مشرقيوال وايي، چې په دې بريد کې دوه وسله وال وژل شوي او يو يې ټپي شوى دى.

دى وايي چې ياد وسله والو په تخريبي اعمالو کې لاس درلود او له پوليسو سره يې مخامخ جګړه کې هم برخې اخيستې.

د يادې پېښې په اړه وسله والو رسنيو ته څه نه دي ويل.

 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement