د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د استانبول د لړۍ څلورمه ناسته راتلونکې اونۍ په چين کې تر سره کېږي

د استانبول د لړۍ څلورمه ناسته راتلونکې اونۍ په چين کې تر سره کېږي

Oct 23, 2014 - 17:52

کابل (پژواک،د لړم لومړۍ نېټه ٩٣): کابل کې نن د استانبول لړۍ د څلورمې ناستې د تر سره کېدو د چمتووالي په موخه يوه غونډه تر سره شوه.

په دغه ناسته کې، چې نن (د لړم لومړۍ نېټه) د ملګرو ملتونو سازمان او د اسيا زړه د يو شمېر هېوادونو د سفيرانو په ګډون د بهرنيو چارو په وزارت کې تر سره شوه؛ د استانبول لړۍ د څلورمې ناستې د جوړښتونو او مسودې په اړه بحث او خبرې وشوې.

د ولسمشر د ځانګړي پلاوي غړي حکمت خليل کرزي، چې د نن ورځې په ناسته کې يې د افغان دولت استازيتوب کاوه، د خپلو خبرو په ترڅ کې وويل، چې ټاکل شوې د استانبول د لړۍ څلورمه ناسته د روان زېږديز کال د اکتوبر په ٣٠ مه او ٣١ مه نېټه په چين کې تر سره شي.

د بهرنيو چارو وزارت د وياند مرستيال سراج الدين سراج، د نننۍ غونډې موخه د استانبول لړۍ د څلورمې ناستې پر جوړښتونو او مسودې خبرې اترې او بحث وبلله.

هغه زياته کړه، له دې وړاندې چې پر دغې مسودې خبرې وشي، ياده مسوده د اسيا زړه له ټولو هېوادونو سره شريکه شوې ده.

هغه د خپلو خبرو په دوام کې وويل، چې د نن ورځې غونډه تر ډېره بريده پر سيمه ييزو همکاريو باندې ولاړه ده.

د هېواد د بهرنيو چارو وزارت د وياند د مرستيال په وينا، ټاکل شوې ولسمشر اشرف غني احمدزى د چين د ولسمشر په بلنه راتلونکې اونۍ ياد هېواد ته سفر وکړي.

نوموړي، د دې خبرې په څرګندولو سره چې په دغه سفر کې به د دواړو هېوادونو مشران پر اقتصادي او امنيتي موضوعاتو خبرې وکړي؛ زياته کړه چې په دې اړه به د دواړو هېوادونو تر منځ هوکړه ليکونه هم لاسليک شي.

د يادې سرچينې په وينا، افغان ولسمشر به د استانبول لړۍ د څلورمې ناستې د پرانېستې په مراسمو کې هم ګډون وکړي.

د استانبول لومړۍ ناسته، د ٢٠١١ زېږديز کال په نومبر مياشت کې په ترکيه کې تر سره شوه، په دغه ناسته کې د سياسي، سيمه ييزو او افغانستان پورې د اړونده مسايلو په اړه د سيمې هېوادونو تر منځ خبرې اترې وشوې.

د استانبول په ناسته کې، د افغانستان او ترکيې په ګډ ابتکار د "استانبول لړۍ" په نوم يوه پروسه رامنځته شوه او د دغې لړۍ جوړېدل، د اسيا زړه هېوادونو لپاره د سيمه ييزو همکاريو لپاره د مرستې د يوې نوې کړکۍ پرانيسته بلل کېږي.

د ويلو ده، چې د استانبول په لړۍ کې ٤٥ هېوادونه او سازمانونه شامل دي، چې امريکا، اروپايي ټولنه، يو شمېر اروپايي هېوادونه او د ملګرو ملتونو سازمان د يادې لړۍ عمده ملاتړ کوونکي دي.

نښه: 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement