د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د عبدالله ډله: د سلګونو محلونو پر پايلو لاسليک د "يوه يا دوو کسانو" دی

د عبدالله ډله: د سلګونو محلونو پر پايلو لاسليک د "يوه يا دوو کسانو" دی

Sep 01, 2014 - 16:46

کابل (پژواک ١٠ وږى ٩٣): د اصلاحاتو او همپالنې ټيم ادعا کوي چې د څه باندې ٢٢٠٠ محلونو د پايلو پاڼې چې کابو ١،٥ميليونه رايې کېږي، د يوه يا دوو اشخاصو له خوا ډکې شوې او لاسليک شوې دي.

دغه څرګندونې د دغه ټيم يوه غړي ډاکټر بشير فاروق د وږي په لسمه په يوه مطبوعاتي کنفرانس کې وکړې.

ده وويل، د رايې ورکولو پاڼې د يوه مرکز او ان د يوې ولسوالۍ په کچه د يو کس له خوا ډکې شوې او د يوه يا دوو تنو له خوا لاسليک شوې دي.

ده زياته کړه: "له ٢٢٠٠ ډېرې د پايلو داسې پاڼې دي، چې له همدې روش څخه په کې استفاده شوې، چې د يوه يا دوو کسانو په واسطه د يوې ولسوالۍ يا د څو مرکزونو په کچه ډکې شوې او لاسليک شوې دي."

خو نوموړي دا څرګنده نه کړه، چې دا محلونه د کومو ولايتونو او کومو ولسواليو اړوند دي.

د هغه په وينا، د دغو پاڼو اسناد يې د ملګرو ملتونو استازو ته سپارلي او له هغوى يې غوښتي، چې دا اسناد د سازمان شوي تقلب د اثبات لپاره په توګه تر جدي څېړنې لاندې يې ونيسي.

دى وايي، ملګرو ملتونو ژمنه کړې، چې دغه اسناد به څېړي او په دې اړه يې څېړنې پيل کړې دي.

نوموړي هيله وښوده چې ملګري ملتونه د بې پلويتوب اصل په پام کې ونيسي او د افغانستان په ټاکنو کې د روڼوالي په موخه له دوى سره همکاري وکړي او په خپلې ژمنې وفا وکړي.

ده وويل: "سره ورته پاڼې چې د يوه يا دوو اشخاصو په واسطه ډکې شوي او لاسليک شوي، کابو يو عشاريه پنځه ميليونه رايې جوړوي، چې دا يوه لويه شمېره ده او پر پايلو ډېره اغېزه لري."

نوموړي څرګنده کړه، دغه درغلي عادي کسانو نه ده کړې، بلکې د ټاکنو کمېسيون هغه زرګونه کسان چې د همدغه کمېسيون له لوري روزل شوي او په دويم دور ټاکنو کې استخدام شوي، په همدغو درغليو کې شامل دي، چې په سر کې يې د دغه کمېسيون يوه لوړپوړي غړي په مستقيم ډول لاس درلود او نور ورسره په بېلابېلو کچو کې همکاران وو، خو هغه د چا نوم په ډاګه نه کړ.

هغه د ټاکنو له اړوند بنسټونو وغوښتل، چې دغه موارد په جدي ډول وڅېړي.

بايد وويل شي چې له دې وړاندې د اصلاحاتو او همپالنې ټيم، يو شمېر لوړپوړو دولتي چارواکو ته منسوب غږونه خپاره کړي، چې د دوى په وينا، په ټاکنيزو درغليو کې د دوى ښکېلتيا ښيي.

خو د اشرف غني احمدزي په مشرۍ د تحول او تدوام ټيم ياده ادعا ردوي.

د دې ټيم يوه وياند طاهر زهير د دا ډول اسنادو وړاندې  کول خندوونکي بولي او وايي، دا ټولې هغې پاڼې دې، چې باطلې شوې دي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement