د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د ټاکنيزو شکايتونو وروستۍ پرېکړه د ټاکنو کمېسيون ته ولېږل شوه

د ټاکنيزو شکايتونو وروستۍ پرېکړه د ټاکنو کمېسيون ته ولېږل شوه

Sep 19, 2014 - 16:38

کابل (پژواک ٢٨وږى ٩٣ ) : د ټاکنيزو شکايتونو د خپلواک کمېسيون مشر وايي ، چې  د  ټاکنو کمېسيون د اعتراض له حقه په ګټې اخېستنې  سره  ددوى پرېکړه نه ده منلې .

دغه څرګندونې د ټاکنيزو شکايتونو د خپلواک کمېسيون مشر  ستار سعادت د وږي په ٢٨مه په خپله  فېسبوک پاڼه کې ليکلي .

هغه زياته کړې: ((د  ټاکنو کمېسيون د اعتراض له حقه په ګټې اخېستنې سره ، زموږ پرېکړه د ټاکنو قانون ۵۹ مې مادې د حکم په رڼا کې نه ده منلې.

د قانون د حکم له مخې، د ټاکنيزو شکايتونو خپلواک کمېسيون کولای شي، دا اعتراض ومني او يا يې په پخو دلايلو رد کړي (په خپلې پرېکړې تاکيد وکړي ...)

ده ويلي ، چې د ټاکنيزو شکايتونو خپلواک کمېسيون به د همدې ورځې تر پايه په خپله پرېکړه د قانوني او پخو دلايلو په مټ تاکيد وکړي او د ټاکنو کمېسيون ته به يې واستوي .

نوموړي زياته کړې ، چې د تأكيد په صورت كى كمېسيون مكلف دى فيصله تطبيق كړي .

د ټاکنو خپلواک کمېسيون  غړى محمد عزيز بختياري پژواک ته وويل ، چې د شکايتونو د کمېسيون پرېکړه يې د رايو د ١١٨محلونو د ابطال په اړه د ځانګړو دلايلو د نه شتون له امله رد کړې ده .    

ده وويل : (( د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون  هغه د لايل چې له مخې  د يادو  صندوقونو رايې باطلې شوي دي موږ ته نه و راليږلي سبا هغه بېرته د شکايتونو کمېسيون ته ليږو ، چې دلايل يې مشخص کړي. ))

ده وويل، چې د ١١٨محلونو د رايو د ابطال دلايل لا نه دي مشخص نو کېداى شي چې په همدې موخه سبا د رايو پايلې اعلان نه شي .

د ټاکنيزو شکايتونو خپلواک کمېسيون تېره ورځ د ټاکنو د رايو په اړه خپله وروستۍ پرېکړه تېره ورځ وکړه او هغه يې  د ټاکنو خېلواک کمېسيون ته ولېږله .

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement