د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ذکي: د اصلاحاتو ټيم دې د تېرې ورځې په تصميم له سره کتنه وکړي

ذکي: د اصلاحاتو ټيم دې د تېرې ورځې په تصميم له سره کتنه وکړي

Sep 02, 2014 - 20:36

کابل (پژواک، ١١ وږى ٩٣): د اشرف غني احمدزي په مشرۍ د تحول او تدوام ټيم  د سياسي خبرو اترو بهير څخه د خپل سيال ټيم د وتلو تصميم احساساتي او بېړنى بولي.

د دغه ټيم وياند فيض الله ذکي د وږي په يوولسمه، خبريالانو ته وويل، چې دوى د دواړو نوماندانو د ګډې اعلاميې پلي کولو ته ژمن دي او له مقابل ټيم څخه يې هم وغوښتل، چې ملي ګټو ته ترجيح ورکړي او د خپلې تېرې ورځې پر تصميم له سره غور وکړي.

ذکي زياته کړه: ((موږ د اصلاحاتو او همپالنې ډلې د تېرې ورځې تصميم يو احساساتي او بېړنى تصميم  بولو، چې د مملکت خير او صلاح په کې نشته.))

د ذکي په خبره،  په داسې حال کې، چې د ټولو رايو ٩٠ سلنه بيا شمېرنه بشپړه شوې، " په داسې يوه موقع له تخنيکي بهير سره د پرېکون تصميم د سياسي تجريد او د خلکو د اعتماد له لاسه ورکولو پرته بله کومه پايله ونه لري."

د عبدالله عبدالله ټاکنيزې ډلې تېره ورځ ګواښ وکړ، که چېرته تر ٢٤ نورو ساعتونو پورې د دوى "معقولې" غوښتنې ونه منل شي، نو د ملي يووالي حکومت د رامنځته کولو لپاره به د سياسي خبرو اترو بهير څخه ووځي.

د عبدالله د ټيم يوه وياند فاضل سانچارکي، د تحول او تدوام ټيم تورن کړ، چې په خبرو کې رښتينى نه دى او د ده په باور، له اصلاحاتو او همپالنې ټيم سره "لوبه" کوي.

خو ذکي د "ملي يووالي حکومت" جوړول په هېواد کې د ثبات او ټيکاو د ټينګښت ضامن وباله او ويې ويل، چې د تحول ټيم په خپلو ټولو خبرو کې په مثبت ليد او انعطاف منونکې روحيې سره ګډون وکړي او وروسته له دې به هم دې ټکي ته ژمن وي.

نوموړي وويل، چې د عبدالله ټيم بايد خپل غوښتنې د اساسي قانون په اډانه کې مطرح کړي.

د ذکي په خبره،  دواړو ټاکنيزو ډلو په پيل کې د ملي يووالي حکومت د تشکيل لپاره ٢٠ اختلافي موارد درلودل، چې ١٨ هغه يې لرې شوې دي.

ذکي وويل، چې د دواړو نوماندانو ترمنځ له دوو اختلافي مواردو څخه يو دا دى، چې ايا ولسمشر د حکومت په سر کې وي که اجرايوي رييس؟

د اساسي قانون له مخې، ولسمشر د دولت د رييس په توګه د حکومت په سر کې هم دى، چې د تحول او تدوام ټيم دغه اجرايوي رياست ته د دغه صلاحيت لېږد د دې قانون خلاف بولي.

دواړو نوماندانو تر دې وړاندې د بايلونکي نوماند لپاره د اجرايوي رياست د څوکۍ په  رامنځته کولو هوکړه کړې ده.

دغه هوکړه ليک د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري په شتون کې، تېره مياشت لاسليک شوى دى.

دا په داسې حال کې ده، چې د بلخ والي عطامحمد نور له خپلو پلويانو غوښتي، چې پراخو اعتراضونو ته چمتووالى ونيسي.

نوموړي دغه اعتراضونه، زرغون او نارنجي حرکتونه بللي دي.

نور په خپله فېسبوک پاڼې کې، د ملګرو ملتونو سازمان او ټاکنيزو کميسيونونو باندې د نيوکې ترڅنګ ويلي، چى دوى تر اوسه پورې د دې وړتيا نه ده موندلې، چې د اصلاحاتو او همپالنې ټيم غوښتنو ته مثبت ځواب ورکړي.

د تحول او دوام ټيم وياند، د نور د څرګندونو په اړه وويل، چې د هېواد شرايطو ته په کتو سره اړينه ده، چې په خبرو کې له ډېر پام کار واخيستل شي او ټول سياسي لوري خپل ذهنونه او فکر يوې سياسي هوکړې ته په رسېدو متمرکز کړي.

ذکي زياته کړه: "زرغون او نارنجي حرکتونو ته د خلکو رابلل، په اصل کې له نورو هېوادونو څخه تقليد دى، چى ډېرې روښانه پايلې يې نه دي ورته لرلې؛ کېداى شي سخت او ستونزمن کار نه وي، ښايي هرڅوک يې راوبولي، خو يو جدي سياستوال بيا په دې اړه فکر وکړي، ايا دا زرغون چې راغواړي، نو په شين او تور به بدل نه شي؟ ايا دا چې دوى نارنجي مطرح کوي، په سره، ځيګري او د وينې په رنګ به بدل نه شي؟ بايد خبرې ډېر په محتاطانه توګه وشي او د ملي يووالي حکومت له رامنځته کولو بله ښه لار نشته، نو د دا ډول کارونو تر سره کولو څخه به دا ښه وي، چې ټول سياسي لوري، خپل فکرونه يوې سياسي هوکړې ته پر رسېدو متمرکز کړي."

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement