د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

مشرانو جرګې د ټاکنو کمېسيون د مرستيال څرګندونې د قناعت وړ ونه بللې

مشرانو جرګې د ټاکنو کمېسيون د مرستيال څرګندونې د قناعت وړ ونه بللې

Nov 02, 2014 - 16:34

کابل ( پژواک ١١ لړم٩٣): مشرانو جرګې د ټاکنو کمېسيون د مرستيال څرګندونې د قناعت وړ ونه بللې، پرېکړه يې وکړه چې د ولايتي شوراګانو د ټاکنو پايلې دې ځانګړې محکمه وڅېړي او د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون چارواکي دې څارنوالۍ ته معرفي شي.

د ولايتي شوراګانو ټاکنې د وري په ١٦مه تر سره او پايلې يې د لړم په ٣مه اعلان شوې. دغه پايلې د ولايتي شوراګانو يو شمېر معترض کانديدان نه مني او د ځانګړې محکمې له لارې يې د څېړنې غوښتنه کوي.

مشرانو جرګې، نن د ټاکنيزو کمېسيونونو چارواکي ورغوښتي و، چې په دې اړه جرګې ته معلومات ورکړي. د ټاکنو خپلواک کمېسيون په استازيتوب د دې کمېسيون مرستيال عبدالرحمن هوتکي جرګې ته ورغلى و،  خو د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون کوم چارواکى د جرګې غونډې ته نه و ورغلى.

د مشرانو جرګې غړيو دعوه کوله،چې ټاکنيزو کمېسيونونو يو شمېر کسان په درغليو کامياب کړي او د ځينو نومونه يې  د سياسي چلند له مخې د ټاکنو د وروستيو پايلو له نوملړ څخه ايستلي دي.

د مشرانو جرګې دويم مرستيال رفيع الله ګل افغان چې د کابل ولايتي شورا ته بيا هم ځان کانديد کړى و، خو ناکام اعلان شوى، وايي : " تر هغه،چې زموږ حق را نه کړل شي په ارامه نه کېنو او د ولايتي شورا يو وکيل ته هم اجازه نه ورکوو،چې کابل ته داخل شي."

په ياده جرګه کې د زابل استازي محمد داوود اساس او د زابل د ولايتي شورا کانديد وايي، چې نوم يې د ټاکنو د پايلو له وروستي نوملړ څخه "د سياسي چلند " له مخې ايستل شوى دى.

هغه زياته کړه :" کله چې ابتدايي لېست اعلان شو له هغه نه وروسته هوتکي صاحب ما ته وويل،چې د شکايتونو کمېسيون له مشر سعادت سره وګوره او درېيو کسانو ته يو څه ورکړه، وعده مو سره کېښوده، هوتکي صاحب ته ورغلم، هغه زما په مخکې سعادت ته زنګ وواهه، سعادت ته يې وويل،چې د اساس په رايو دې پام وي، خو  سعادت ورته وويل،چې هغه دوه لکه ډالر ورکوي هغه کاميابيږي، خو هوتکي ورته وويل،چې هغه بېچاره سپېره دى هېڅ هم نه لري. هوتکي صاحب مخامخ ولاړ دى زه د دې ټولو خبرو اسناد لرم او غږ راسره ثبت دى که زما دا خبرې دروغ وي، ما اعدام کړئ او کنه درغلي کوونکي بايد اعدام شي."  

عبدالرحمن هوتکي، د اساس د خبرو په ځواب کې وويل : " ما خو ستا په دفاع زنګ وهلى دى، زما ګناه څه ده؟ ما هڅه کړې،چې ستا له رايو سره سياسي او سليقوي چلند ونه شي، نو زه څه ملامت يم؟"

دغه راز هوتکي د جرګې د نورو غړيو د پوښتنو او نيوکو په ځواب کې وويل،چې د رايو ورکوونکو د کره شمېرنې، لازم امنيت او احصايې نه شتون هغه ننګوني دي،چې له مخې يې په هېواد کې د معياري ټاکنو ترسره کول ستونزمن کار دى .

د هغه په وينا، له وروستي چک وړاندې د يو شمېر کسانو نومونه په نوملړ کې شامل و، خو کله چې د شکايتونو کمېسيون له خوا چک وشو ځينې کسان حذف شول.

هوتکي زياته کړه : " له قانون سره سم د لومړني لېست له اعلان وروسته بايد کانديدان خپل شکايتونه د شکاياتو کمېسيون ته وکړي، ځکه له هغه وروسته ټولې چارې د شکايتونو کمېسيون په لاس کې دي او د ټاکنو خپلواک کمېسيون اړ دى،چې د شکايتونو کمېسيون پرېکړې عملي کړي."

هغه وايي،چې ټاکنو خپلواک کمېسيون د پايلو په لېست کې د چا د داخلولو يا ايستلو واک نه لري ، خو له قانون سره سم هر هغه څه،چې د ټاکنو کمېسيون په واک کې وي د معترضو کانديدانو لپاره يې کوي.

ده دا هم وويل،چې ځينو وزيرانو، واليانو، امنيتي چارواکو،کانديدانو او د کانديدانو پلويانو په تېرو ټاکنو کې درغلۍ او لاسوهنې کړې دي.

خو د مشرانو جرګې لومړي مرستيال محمد علم ايزديار،چې نننۍ غونډه يې تر مشرۍ لاندې جوړه شوې وه وويل،چې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مرستيال هوتکي څرګندونې جرګې ته د منلو وړ نه دي.

ايزديار وويل،چې د ولايتي شوراګانو د ټاکنو د پايلو د څېړنې په موخه بايد حکومت  ځانګړې محکمه جوړه کړي .

د هغه په وينا د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون چارواکي ځکه بايد څارنوالۍ ته معرفي شي چې د مشرانو جرګې په غوښتنه غونډې ته نه دي حاضر شوي او جرګې ته يې بې احترامي کړې ده.

د ايزديار خبرې د جرګې د غړيو له لوري د لاسونو په پورته کولو سره تاييد شوې.

دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنيزو شکايتونو د کمېسيون چارواکي د امريکا متحده ايالتونو ته تللي دي.

نښه: 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement