د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ولسمشر غني په نږدې راتلونکي کې ايران ته ځي

ولسمشر غني په نږدې راتلونکي کې ايران ته ځي

Feb 17, 2015 - 17:34

کابل (پژواک، ٢٨ سلواغه ٩٣): د ايران د ولسمشر مرستيال  له افغان ولسمشر سره په ليدنه کې وويل چې هېواد يې د افغانستان او ايران تر منځ د همکاريو د پراختيا کمېسيون جوړوي.

د ايران د ولسمشر مرستيال محمد شريعتمداري نن سهار کابل ته راغلى او له ولسمشر محمد اشرف غني سره يې په ارګ کې وليدل.

د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتره د سلواغې په ٢٨مه په را رسېدلې خبرپاڼه کې راغلي چې په ياده ليدنه کې شريعتمداري وويل: "موږ په خپل ګاونډي او ورور هېواد افغانستان کې د سترو بدلونونو شاهدان يو او موږ ډاډمن يو چې افغانستان د ثبات پر لور د حرکت په حال کې دی."

هغه دا هم وويل چې د افغانستان او ايران تر منځ به د ګډو همکاريو يو کمېسيون جوړ شي چې د ايران له لوري به د دغه کمېسيون مشري د ايران د کورنيو چارو وزير کوي.

د شريعتمدارى په وينا، دغه کمېسيون به د افغانستان او ايران تر منځ د لا ډېرو همکاريو پر لارو او طرحو کار وکړي.

په ياده ليدنه کې ولسمشر غني وويل چې د ګډو همکاريو کمېسيون ته به د افغانستان له لوري هم د کابينې يو وزير ور وپېژندل شي.

د ولسمشر غني په وينا، چې دغه کمېسيون به د دواړو هېوادونو تر منځ د همکاريو د پراختيا لپاره پر لارو چارو او طرحو کار وکړي.

هغه زياته کړه: "دغه کمېسيون بايد د افغانستان او ايران تر منځ د ترهګرۍ د خطرونو او ډولونو د پېژندنې او د هغو پر خلاف د مبارزې، له نشه يي توکو سره د مبارزې، د اقتصادي او ترانزيټي همکاريو او د قانوني سوداګرۍ د پراختيا، د کډوالو د ستونزو د حل لارو او د اوبو په برخه کې داسې طرحې جوړې کړي چې له مخې يې د دواړو هېوادونو اړيکې نورې هم پياوړې شي."

د سرچيني په حواله، ولسمشر غني وويل چې په ايران کې به د افغان کډوالو د ستونزو د حل په موخه ډېر ژر له ايراني چارواکو سره خبرې وکړي.

په ياده ليدنه کې ولسمشر غني  زياته کړه چې افغانستان هڅه کوي د نړۍ له ټولو هېوادونو سره ښې اړيکې ولري او د افغانستان دغه اړيکې به هېڅ مهال ګاونډي او نور هېوادونه له خطر سره مخ نه کړي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر غني به د ايران د جمهور رييس حسن روحاني په رسمي بلنه ډېر ژر دغه هېواد ته سفر وکړي او په اړوند برخو کې به خبرې اترې وکړي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

اعلانونه

Advertisement