د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

"ولسي جرګه نه شي کولى د ټاکنو اړوند قوانين تعديل کړي "

"ولسي جرګه نه شي کولى د ټاکنو اړوند قوانين تعديل کړي "

Dec 22, 2014 - 15:53

کابل ( پژواک، د مرغومي لومړۍ نېته ٩٣): د اساسي قانون پر پلي کېدو د څار کمېسيون او د حقوق پوهانو ټولنه ، وايي ولسي جرګه د تقنيني دورې په وروستي کال کې ده او نه شي کولى چې د ټاکنو اړوند قوانينو کې بدلون راولي.

خو د ولسي جرګې اداري پلاوى ټينګار کوي، چې دوى په وروستي کال کې نه دي او که په وروستي کال کې هم وي له اساسي قانون سره سم يواځې "د ټاکنو په قانون" کې بدلون نه شي راوستى.

دې جرګې تېره اونۍ پرېکړه وکړه، چې د ټاکنيزو کمېسيونونو د د ندو، واکونو او جوړښت قانون ځينې مادې تعديل کړي.

د يادې جرګې د عدلي او قضايي کمېسيون غړي، محمدسرور عثماني پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د جرګې غړيو په ياد قانون کې د لسو تعديلونو وړانديز کړى او په نږدې راتلونکې کې به يې په اړه پرېکړه وکړي.

د ده په وينا، د ټاکنيزو کمېسيونونو د غړو د کار موده له شپږو کلونو څلورو کلونو ته راټيټول او له ولسي جرګې څخه د دې کمېسيونونو د غړو د باور رايې تر لاسه کول، په دې اړه له مهمو تعديلونو څخه  دي.

خو د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مشر احمديوسف نورستاني، تېره ورځ وويل چې ولسي جرګه د خپل کار په وروستي کال کې ده او نه شي کولى چې ياد قانون تعديل کړي.

د اساسي قانون پر پلي کېدو د څار کمېسيون سرپرست ګل الرحمن قاضي،هم  نن  پژواک خبري اژانس  ته وويل چې د اساسي قانون د ١٠٩ مې مادې له مخې، د تقنينيه دورې په وروستي يوكال كې د ټاکنو قانون د بدلېدو وړانديز د ملي شوراد كار په لېست كې نه شي نيول كېداى .

قاضي زياته کړه : "دغه کار قانون ځکه قيد کړى، چې د شورا غړي په قانون کې د خپل ځان په ګټه کوم ملحوظات رامنځته نه کړي ."

هغه وايي، چې له قانون سره سم دا مهال د تقنينيه دورې وروستى کال دى، ځکه چې په قانون کې يې وخت قيد شوى دى.

د اساسي قانون له مخې، د ولسي جرګې د كار دوره د پنځم كال د چنګاښ په لومړي نېټه پاى ته رسېږي ، د ټاکنو د پايلو تر اعلان وروسته  نوې شورا په كار پيل كوي او هر کال دوه عادي غونډې جوړوي.

خو د ولسي جرګې منشي انجنير سيداکرام وايي، چې د ولسي جرګې وروستى کال لا نه دى پيل شوى، ځکه چې جرګې په څو مياشتې ځنډ سره کار پيل کړى او دا مهال له لسو غونډو څخه په اتمه غونډه کې ده.

ګل الرحمن قاضي د ولسي جرګې د غړو د هغو څرګندونو په اړه چې د اساسي قانون  په ١٠٩ مه ماده کې يواځې د ټاکنو د قانون يادونه شوې او دوى کولى شي د ټاکنيزو کمېسيونونو د واکونو، دندو او جوړښت قانون تعديل کړي، وويل چې په اساسي قانون کې د ټاکنيزو شکايتونو د کمېسيون يادونه هم نه ده شوې، خو د اړتيا له مخې جوړ شوى او فعاليت لري.

هغه زياتوي : " نو د ټاکنيزو کمېسيونونو د دندو واکونو او جوړښت قانون هم د ټاکنو د قانون يو جز دى،چې له  اساسي قانون سره سم يې ولسي جرګه دا مهال د تعديل صلاحيت نه لري."

ده وويل،چې دا مهال د ټاکنيزو کمېسيونونو د د ندو، واکونو او جوړښت قانون پر سر د ولسي جرګې او ټاکنو کمېسيون ترمنځ "سياسي لانجه روانه ده"  چې  بايد د قانون له لارې حل شي.

دا په داسې حال کې ده چې د هغه په وينا، په افغانستان کې قانون د يوه بې روحه جسم په څېر دى،چې يواځې نوم يې پاتې دى او  څوک عمل پرې نه کوي .

دغه راز د افغانستان د حقوق پوهانو ټولنې مشر اجمل هوډ من هم وايي، چې  له اساسي قانون سره سم  ولسي جرګه د خپل کار په وروستي کال کې ده او  نه شي کولى د ټاکنو اړوند قوانين تعديل کړي.

د ده په وينا، په اساسي قانون کې د ټاکنو له قانون څخه موخه ټول هغه قوانين دي،چې په ټاکنو پورې اړوندې چارې سمبالوي .

د هغه د څرګندونو له مخې، قانون ځکه  په قانون کې د تعديل راوستو لپاره د تقنينيي دورې وروستى کال قيد کړى،تر څو د ملي شورا ډېر غړي ، چې بلې دورې ته هم  ځانونه کانديدوي په قانون کې د ځان په ګټه بدلونونه رامنځته نه کړي .

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement