د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

”پاکستانۍ ترهګرې ډلې د افغانستان سرحدي سيمو کې د مرکزونو جوړولو هڅې کوي“

”پاکستانۍ ترهګرې ډلې د افغانستان سرحدي سيمو کې د مرکزونو جوړولو هڅې کوي“

Dec 21, 2014 - 16:47

کابل ( پژواک٣٠ ليندۍ٩٣): له کونړ څخه د مشرانو جرګې راغلى پلاوى وايي،له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو په وتلو، پاکستانۍ ترهګرې ډلې هڅه کوي، چې په دانګام او ځينو نورو سرحدي سيمو کې مرکزونه جوړ کړي.

د مشرانو جرګې پلاوى وروسته له هغه کونړ ته  لاړ ، چې سلګونو وسله والو مخالفينو تېره اونۍ د کونړ په دانګام ولسوالۍ کې د مخالفينو پر وړاندې د پاڅون کوونکو پر پوستو بريدونه وکړل.

د دانګام د پاڅون کوونکو مشران وايي چې وسله والو مخالفينو تر اوسه د دوى لسګونه کورونه سوځولي او يو شمېر کسانو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده، خو تر اوسه يې مرستې ته امنيتي ځواکونه نه دي رسېدلي.

د مشرانو جرګې د رييس فضل هادي مسلميار په ګډون د دې جرګې ٧ غړي کونړ  ته تللي وو چې له نږدې د دانګام ولسوالۍ د خلکو حالت وګوري.

دغه پلاوى وړمه ورځ بېرته کابل ته راغلى او نن يې د جرګې عمومې غونډې ته خپل راپور وړاندې کړ.

د ياد پلاوي غړي علي اکبر جمشيدي د  راپور وړاندې کولو پرمهال وويل: "موږ ونه شو کولاى د جنګ ميدان ته ولاړ شو، خو دانګام ولسوالۍ ته څېرمه بلې ولسوالۍ(اسمار) ته  ورغلو او د ولايتي چارواکو په ګډون مو له خلکو سره هم وليدل."  

د پلاوي په راپور کې راغلي، چې له افغانستان څخه  د بهرنيو ځواکونو په وتلو سره پاکستاني ترهګرې ډلې هڅه کوي، چې په دانګام ولسوالۍ او ځينو نورو سرحدي سيمو کې مرکزونه جوړ کړي، ترڅو وکولاى شي له دې ځايه د افغانانو پر وړاندې خپلې ترهګريزې چارې پر مخ بوځي. 

جمشيدي د کونړ د والي له خولې وويل،چې په دې ولايت کې د افغان ځواکونو او پاکستاني طالبانو جګړه روانه ده او ياد طالبان هڅه کوي چې د دې ولايت سرحدي سيمې نا امنه کړي ترڅو په کې د ترهګريزو فعاليتونو لپاره  ځالې جوړې کړي.

د ده په وينا، د کونړ والي ويلي چې په دې ولايت کې افغان امنيتي ځواکونه وسلو او تجهيزاتو  ته اړتيا لري ترڅو وکولاى شي په دانګام  کې د پاکستاني طالبانو پر وړاندې جګړه وکړي.

د ياد شوي پلاوي بل غړي رفيع الله حيدري هم وويل،چې په دې ولايت کې د افغان ځواکونو جګړه له پاکستاني طالبانو او د پاکستان له پوځ سره ده .

دى وايي،چې له تېرو اتو ورځو راهيسې په دانګام کې د پاڅون کوونکو  پر وړاندې جګړه روانه ده.

هغه زياته کړه : (( هلته پاکستاني طالبانو خلک برمته کړي، کورونه يې سوځولي او خلک يې وژلي دي، خو له کابل نه ورته هيڅ ډول مرسته نه ده رسول شوې .))

د مشرانو جرګې لومړي مرستيال محمد علم ايزديار ،چې نننۍ غونډه يې تر مشرۍ لاندې جوړه شوى وه وويل،چې امنيتي ارګانونه بايد په دانګام کې د وسله والو د بريدونو د مخنيوي په موخه اړين اقدامات وکړي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement