د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

کرزى: له پاکستان سره دې شوې استخباراتي هوکړه لغوه شي

کرزى: له پاکستان سره دې شوې استخباراتي هوکړه لغوه شي

May 20, 2015 - 15:12

کابل (پژواک، ٣٠ غويى ٩٣): مخکني ولسمشر حامد کرزي د افغانستان د ملي امنيت ادارې او اى اېس اى تر منځ لاسليک شوى هوکړه ليک د ملي ګټو خلاف بللى او د يادې هوکړې د ژر لغوه کولو غوښتنه يې کړې ده.

دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼه کې راغلې چې نن (د غويي ٣٠مه) د حامد کرزي له مطبوعاتي دفتره پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.

د خبرپاڼې له مخې، حامد کرزي د افغانستان د ملي امنيت او د پاکستان د ای اېس ای ادارو تر منځ پر لاسليک شوي سند سخته اندېښنه څرګنده کړې ده.

د سرچيني په حواله، حامد کرزي له حکومتي چارواکو غوښتنه کړې چې هر څو ژر ياد سند باطل اعلان کړي او د هر هغه سند له لاسليکولو ډډه وکړي چې د افغانستان ملي ګټو ته پر زيان وي.

د راپورونو له مخې، د هېواد د ملي امنيت عمومي رياست تېره اوونۍ د پاکستان د استخباراتو له ادارې سره د همکاريو يو هوکړه ليک لاسليک کړى دى.

د راپورونو پر بنسټ، د ياد هوکړه ليک له مخې به د پاکستان استخباراتي اداره د افغانستان د ملي امنيت ځواکونو ته روزنه ورکوي او د دې تر څنګ به يې تجهيزوي او دواړه استخباراتي بنسټونه به د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې له يوه بل سره مرسته کوي.

دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې د ملي امنيت وياندويلي وو چې په ياده برخه کې د افغانستان او پاکستان تر منځ تړون لاسليک شوى دى.

هغه وويل چې د ياد تړون اساسي موخه په تاکتيکي برخو کې له يو بل سره د اطلاعاتو شريکول دي او تر دې وړاندې هم په ياده برخه کې د دواړو هېوادونو تر منځ تړونونه شوي وو.

خو بل لور ته ولسي او د مشرانو جرګو هم بيا د ياد تړون پر لاسليک خواشيني څرګنده کړې او په برخه کې يې له اړوند چارواکو سپيناوى غوښتى دى.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

اعلانونه

Advertisement