د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ولسمشر د پيلوټ قلندرشاه د خدمتونو قدرداني وکړه

ولسمشر د پيلوټ قلندرشاه د خدمتونو قدرداني وکړه

May 23, 2015 - 19:01

کابل (پژواک، ٢ غبرګولى ٩٤): ولسمشر او د وسله وال پوځ اعلی قوماندان محمد اشرف غني د هېواد د هوايي پوځ د پيلوټ قلندرشاه پوځي خدمتونه وستايل او هغه ته يې د يو باب اپارتمان کيلي ورکړه.

له ارګ څخه د غبرګولي په ٢مه، پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د وسله وال پوځ اعلی قوماندان محمد اشرف غني يوه اوونۍ وړاندې د ملي امنيتي ادارو چارواکو ته لارښوونه کړې وه، چې د وسله وال پوځ هغه منسوبان د مکافاتو لپاره د ولسمشرۍ ماڼۍ ته ور وپېژني، چې د خپلو اړوندو دندو په ترسره کولو کې يې وړتيا او مېړانه ښودلې وي.

سرچينې زياته کړې، د ملي د ملي دفاع وزارت چارواکو د ولسمشر او د وسله وال پوځ د اعلی قوماندان د لارښوونې له مخې، د هوايي پوځ پيلوټ قلندرشاه، چې د غور ولايت په چارسدې ولسوالۍ کې يې په پوځي مهارت سره د دښمن مورچلونه له منځه وړي او درانه زيانونه يې ورته اړولي وو،  ولسمشرۍ ماڼۍ ته د مکافاتو لپاره ور پېژندلى و.

د ارګ په خبرپاڼه کې راغلي، چې د ولسمشر غني له خوا، نن د هغه د خدمتونو قدرداني وشوه او د نوموړي د بې کورۍ د ستونزې د حل لپاره يې هغه ته د مکافاتو په توګه يو باب اپارتمان ورکړ.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

اعلانونه

Advertisement