د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

بلخ کې د يوې امريکايۍ مېرمنې په لګښت ښوونځي ته ودانۍ جوړه شوه

بلخ کې د يوې امريکايۍ مېرمنې په لګښت ښوونځي ته ودانۍ جوړه شوه

Jun 02, 2015 - 15:33

مزارشريف (پژواک، ١٢ غبرګولى ٩٤): د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د يوې امريکايي مېرمنې په شخصي لګښت د ګوهر شاد بېګم د نجونو لېسې ته ودانۍ جوړه شوه.

د دغه ولايت د پوهنې رييس عزيزالله عزيز د غبرګولي په ۱۲مه د يادې لېسې د پرانيست غونډې په څنډه کې پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ګوهر شاد بېګم د نجونو لېسه د امريکايي مېرمن جېنت په شخصي پانګه د ۸۰۰زره امريکايي ډالرو په لګښت جوړه شوه.

نوموړي زياته کړه چې دغه ودانۍ ۲۴ درسي خونې او يوه د کمپيوټر د زده کړې ځانګړې خونه لري.

د هغه په وينا د ودانۍ تر څنګ، د ښوونځي د انګړ دېوالونه، د اوبو رسونې سيستم، لس تشنابونه او د لوبو ميدان  هم په کې شامل دي.

همداراز د ټول ښوونځي لپاره مېز او څوکۍ هم  چمتو شوې دي.

د ګوهر شاد بېګم د نجونو لېسې مديرې مېرمن نفيسې غياثي پژواک ته وويل چې مخکې له دې د ياد ښوونځي ښوونکو او زده کوونکو په خورا ستونزه ښوونيزې چارې پر مخ وړلې.

نوموړې زياته کړه چې له يادې ودانۍ مخکې يې په لسو خونو کې څلور وخته څه باندې ۲زره زده کوونکو ته تدريس کاوه چې درسي چاپېريال په کې په پوره توګه له منځه تللی وو.

د هغې  په وينا، اوس کولی شي چې په نوې ودانۍ کې په دوه وختونو کې ۲۳۰۰زده کوونکو ته په ښه درسي چاپيريال کې زده کړې ورکړي.

د  بلخ ولايت د پوهنې رييس وويل، چې په بلخ ولايت کې د پوهنې په برخه کې له ټولو جدي ستونزه د ښوونځيود ودانيو نشتوالی دی.

نوموړى وايي چې د دغه ولايت په څه باندې ۶۰۰ ښوونځيو کې ۱۳۰ ښوونځي ودانۍ نه لري.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

اعلانونه

Advertisement