د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

کابل ښاريان د ښار د نيالګيو پر وچېدو اندېښنه څرګندوي

کابل ښاريان د ښار د نيالګيو پر وچېدو اندېښنه څرګندوي

Jul 18, 2015 - 08:56

 کابل (پژواک، ٢٧چنګاښ ٩٤): د کابل ښار ځيني اوسېدونکي د سړک غاړې نيالګيو د وچېدو او د ښاروالۍ له خوا نيالګيو ته د اوبو د نه ورکولو  په اړه شکايت کوي او د نيالګيو ساتنې او پالنې ته د جدي پاملرنې غوښتونکي دى.

په همدې سبب د ٥٠٠ فاميلۍ، د خيرخانې ٣١٥، مريم لېسې، چهار کلا او دارالامان  سيمو د سړک د څنګ ډېرى نيالګي وچ شوي دي.

له دې ساحو څخه د تېرېدو پر مهال څرګندېږي چې د ښاروالۍ له خوا  د واټ د څنګ، د ګلدانونو د منځ او د هټيو په مخکې اېښودل شوي نيالګي د اوبو د نه ور رسېدو په سبب وچ شوي دي.

د خيرخانې مېنې  د ٣١٥ سيمې يو  اوسېدونکي غلام نبي وايي چې کابل ښاروالي په ځانګړي ډول اړونده ناحيه د نيالګو د ساتنې او څارنې لپاره هېڅ کوم پلان نه لري.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل: ((مياشتې کېږي، خو څوک نه پيدا کېږي چې دې نيالګيو ته اوبه ورکړي، اوسمهال اکثره نيالګي له دې امله وچ شوي چې پر وخت اوبه نه ور رسېږي.))

نوموړى چې د يوه خصوصي پوهنتون په اقتصاد څانګه کې زده کړې کوي، وايي چې که چېرې ښاروالي په منظم ډول اوبه ورکړي، کېداى شي چې د ژوند پر چاپېريال او د سيمې پر زرغونتيا ښه اغېز ولري، خو له بده مرغه چې دا کار تر اوسه نه دى شوى.

دا په داسې حال کې ده چې د تېر کال په کب مياشت کې د کابل ښار په بېلابېلو سيمو او د واټونو دواړو غاړو ته د يو ميليون نيالګيو کېنولو کمپاين پيل شو او چارواکو له خلکو غوښتنه وکړه چې نيالګي دې کېنوي او ورڅخه دې ساتنه وکړي.

د دغه کمپاين په ترڅ کې شاوخوا ٥٠٠ زره نيالګي د ښاروالۍ او ٥٠٠ زره نور د نورو بنسټونو له خوا کېښودل شول.

د کابل ښار بل اوسېدونکى احمدنويد فيضي چې د خيرخانې په پنجصد فاميليو کې مبايل پلورنځى لري، وچو شوو نيالګيو ته په اشارې سره يې وويل چې دا نيالګي څلور مياشتې وړاندې د واټ څنګ او ګلدان کې کېښودل شول، خو له بده مرغه چې اوس وچ شوي دي.

فيضي د نيالګيو د ساتنې او اوبونې په برخه کې د ښاروالۍ پر نه پاملرنې اندېښنه څرګنده کړه او ويې ويل چې ښاروالي د اوونيو لپاره هم د دغو نيالګيو د ساتنې او خړوب لپاره نه ليدله کېږي.

نوموړي د خپلې هټۍ مخکې  پنځو نيالګيو ته په اشارې سره وويل: ((دې نيالګيو ته خپله هره ورځ اوبه ورکوم، کنه تر اوسه به وچ شوي وو.))

هغه له خلکو غوښتنه وکړه چې له ښاروالۍ سره دې همکار وي، څو يو پاک او زرغون ښار ولري.

خو د کابل ښاروالي د زرغونتيا مشرې نسرين صبري وويل چې د دغه رياست ټانکرونه له پلان سره سم د کابل په ٢٢ ناحيو کې ګومارل شوي او هره ورځ نيالګيو ته اوبه ورکوي.

هغې زياته کړه چې خپله هم د ښار له بېلابېلو ساحو څخه ليدنه کوي او د ښاروالۍ له کار کوونکو سره نيالګيو ته د اوبو نه ورکړې او يا ناغېړۍ په صورت کې قانوني چلند کېږي.

مېرمن صبري وويل چې نيالګي او ونې د خلکو د نه پاملرنې  په سبب کله کله په پېښو، تګ راتګ، رمو او بېلابېلو ناروغيو کې له منځه ځي، خو د ښاروالۍ له خوا د اوبو د نه ورکړې ادعا په بشپړه توګه تېروتنه ده.

سرچينې زياته کړه چې ځينو ښاريانو د خپلو شخصي ګټو لپاره له ونو کټارې را تاو کړې او په همدې سبب يې ټانکر نه شي اوبولى، د اوبولو مسووليت يې د هغوى پر غاړه دى.

نوموړي د پنځه سوه فاميلۍ سيمې د نيالګيو د وچېدو په اړه وويل: ((د دې ساحې نيالګي د يوه خصوصي شرکت له خوا د خلکو په مرسته اېښودل شوي، امکان لري چې د نيالګيو لپاره د ځاى کينده او خښول په فني ډول نه وي شوي او يا هم دا نيالګي له ګرمو سيمو څخه راوړل شوي وي.))

مېرمن صبري د دغه رياست د امکاناتو له نشتوالي هم شکايت وکړ او زياته يې کړه: ((اوسمهال موږ د خړوب لپاره پنځوس ټانکرونه لرو چې شاوخوا لس ټانکرونه يې هره ورځ عوارض کوي.))

د کابل ښاروالۍ د سرسبزۍ يا زرغونتيا مشر په ٢٢ ګونو ناحيو کې د خړوب د دغو وسايلو شمېر ناڅيزه بولي او زياتوي چې پر دې سربېره هم د دغه رياست کارکوونکي ونو ته اوبه ورکوي.

هغه وويل چې د دارالامان  او کوټه سنګي پر سړک د نلدوانۍ فعال سيستم لري چې له لارې نيالګيو ته اوبه ورکول کېږي او هڅه کوي چې د نورو سيمو د نلدوانۍ سيستم هم په نږدې راتلونکي کې فعال کړي.

مېرمن صبري د هغو ښاريانو له همکارۍ خوښي وښوده چې د واټونو د غاړې ونو په  خړوب کې ونډه اخلي او نورو ښاريانو يې هم وغوښتل چې د ونو د څارنې او ساتنې له لارې خپل ښار ښکلى او زرغون وساتي.

د ويلو ده چې د کابل ښاروالۍ د زرغونتيا رياست د کېنول شوو نيالګيو پر وړاندې د خلکو نه پاملرنه او د خلکو له خوا د نيالګيو پرې کول عمده ستونزه بولي او څرګندوي چې د تېر کال په پسرلي کې هم يو ميليون نيالګي د کابل ښار په بېلابېلو ناحيو کې کېنول شوي وو چې اووه سلنه يې ضايع شوي دي.

 

 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

اعلانونه

Advertisement