د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

زابل کې د يوه کور دوه ښځې وژل شوې دي

زابل کې د يوه کور دوه ښځې وژل شوې دي

Jul 28, 2015 - 11:46

کلات (پژواک، ٦ زمرى ٩٤): چارواکي وايي چې په زابل ولايت کې د يوې کورنۍ شخړې له امله دوه مېرمنې وژل شوې او درې نورې ټپيانې شوې دي.

د زابل د امنيت امر ډګروال غلام جيلاني فراهي د زمري په شپږمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن سهار اوه بجې د کلات ښار اړوند د رسالې په کلي کې رامنځ ته شوې او لامل يې کورنۍ ستونزې بلل شوې دي.

هغه زياته کړه چې د يادې سيمې يو اوسېدونکى د خپلو دوستانو کور ته ورغلی او هلته يې پر مېرمنو د چړې په وسيله ګوزارونه کړي دي.

د نوموړي په وينا، په دې پېښه کې دوې ښځې وژل شوې او درې نورې ټپيان دي چې ټپيانې د پوليسو له خوا روغتون ته رسول شوې دي.

په دغه بريد کې يوه ټپي شوې مېرمن چې په روغتون کې تر درملنې لاندې ده، پژواک اژانس ته وويل چې بريدګر د دوى له دوستانو څخه و چې د چړې په وسيله يې د دې مور او خور يې وژل شوې او دا له يوې بلې ښځې سره ټپې شوې ده.

نوموړې زياته کړه، پېښه هغه وخت رامنځ ته شوه، کله چې د دوى د کور نارينه غړي کور کې نه وو او نه پوهېږي چې دغه کس ولې پر دوى بريد کړى دى.

د رسالې کلي يوه اوسېدونکي عبدالله پژواک ته وويل چې دوى هم د پېښې د لامل په اړه نه پوهېږي خو کله چې له پېښې خبر شول نو دغه کور ته يې ځانونه ورسول.

د نوموړي په وينا، په دغه کور کې دوې مېرمنې وژل شوې او دوې نورې ټپيانې شوې دي چې دوى له پوليسو سره روغتون ته ورسولې.

دى وايي چې بريدګر کليوالو تر نيولو وروسته پوليسو ته سپارلى دى.

د يادولو ده، پنځه مياشتې وړاندې هم په همدغه کلي کې يوه تن د خپل کور اوه غړي په يو وسله وال بريد کې وژلي وو.

نښه: 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

اعلانونه

Advertisement