د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د مخابراتو وزارت وياند په دغه وزارت کې د پراخ فساد خبر ورکړ

د مخابراتو وزارت وياند په دغه وزارت کې د پراخ فساد خبر ورکړ

Aug 24, 2015 - 14:14

کابل (پژواک، ٢ وږى ٩٤): د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وياند په دغه  وزارت کې د چارواکو د بې کفايتۍ او د پراخه فساد له ادعا وروسته استعفا ورکړه، خو د دغه وزارت چارواکي يې ادعا بې بنسټه او له حقيقته لرې بولي.

نصرت رحيمي وايي، د فساد له مواردو يو هم ((په سلام مخابراتي شبکه )) کې و چې مخابراتي کمپنۍ او وزارت سره يو شول او دا شبکه يې ناکامه کړې ده او له بازار نه يې د سلام کرېډېټ کارتونه راټول کړي دي.

هغه چې نن يې يوې خبرې غونډې ته خبرې کولې، وويل چې بايد دولتي کارکوونکو ته د سلام سيمکارټونه ووېشل شي، خو پر ځاى يې د خصوصي شبکو سيمکارټونه ورکړل شوي چې دا خپله سلام مخابراتي شبکې ته يو ګوزار دى.

رحيمي زياته کړه چې د سلام په فعالېدو سره نه يواځې چې بيې ښکته شوې، د مخابراتو کيفيت هم لوړ شو. په دې شبکه کې ٦٥ ميليونه ډالر پانګونه شوې، خو نه يواځې چې وده يې نه ده کړې، بلکې له نورو  مخابراتي شبکو سره سيالي نه شي کولاى.

رحيمي زياته کړه چې وزارت د مخابراتي شبکو جريمه بښي چې دا خپله يو لوى خيانت دى او بايد ونه بښل شي، سرغړوونکي مخابراتي کمپنۍ بايد جريمه شي، څو چې په ځان کې سمون راولي.

هغه زياته کړه چې په تېر کې د هېواد ٩٠ سلنه برخه تر مخابراتي پوښښ لاندې راغلي وه، خو اوس يې پوښښ کم شوى دى.

هغه زياته کړه: ((پخوا مو د اکثره ولايتونو خلکو ته ٥٠ سلنه انټرنيتي پوښښ رسولى و، خو اوسمهال دا ساحه هم کمه شوې ده.))

رحيمي وويل چې تر اوسه بايد انالوګ سيستم په ډيجيتل بدل شوى واى، خو دا کار  نه دى شوى، ده د سټلايت فعالېدل هم مهم وبلل او زياته يې کړه چې د سټلايټ له لارې ١٥ ميليونه ډالر ګټه ترلاسه کېده، خو د وزارت مشرتابه د بې کفايتۍ په سبب، نه يواځې چې دا پيسې نه دې ترلاسه شوې، بلکې وزارت ميليونونه ډالر زيان کوي.

د ده په خبره، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت کې دوه  نيم ميليارده ډالره پانګونه شوې،  که چېرې د دغه وزارت حالت ته پاملرنه ونه شي، د تېرې لسيزې ټولې لاسته راوړنې به يې له منځه ولاړې شي.

هغه څرګنده کړه چې د مخابراتو د نوي وزير له راتګ سره په وزارت کې بحران زيات شوى او په وزارت کې يې د همدې بې کفايتۍ او پراخ فساد په سبب هوډ وکړ چې نن خپله استعفا وکړي.

خو د مخابراتو او معلوماټي ټکنالوجۍ وزارت تخنيکي مرستيال انجنير بريالي حسام  له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړو خبرو کې دا ادعا بې بنسټه او ناسمه وبلله.

حسام وويل: ((له بدغه مرغه چې نصرت رحيمي يو تخنيکي او فني کس نه و، د وړاندې شوو مواردو په اړه د ده ادعا بې درکه او هوايي ده.))

هغه وويل چې رحيمي خپله استعفا نه ده کړې، بلکې د بې کفايتۍ، خپلې دندې ته د نا ژمنتيا، د مخابراتو د سکتور له اړخه رسنيو او خلکو ته د غير کره او ناسمو معلوماتو د ورکړې په سبب ګوښه کړل شوى دى.

هغه زياته کړه چې د افغانستان د مخابراتو سکتور ښه وده کړې، د دغه وزارت چارواکي هوډ لري چې د ودې دا لړۍ روانه وساتي؛ ځکه خو له دې لړۍ خلکو ته د کره معلوماتو د ورکړې لپاره نصرت رحيمي له خپلې دندې ګوښه شو، خو د يوه کارکوونکي په توګه کولى شي چې له دې ادارې سره خپلې صادقانه همکارۍ ته دوام ورکړي.

هغه وويل چې سلام مخابراتي شبکه د چټکې پراختيا په حال کې ده او زياته يې کړه چې دې شبکې په ولايتونو کې له نورو شبکو زيات فعاليت کړى دى.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ  تخنيکي مرستيال د هېواد په ٢٧ ولايتونو کې د تري جي خدمتونو وړاندې کول او په کابل کې د ټلويزيوني شبکو ډيجيټلي کېدل د دغه وزارت له نورو مهمو کارونو وبلل.

دا په داسې حال کې ده چې د دغه وزارت چارواکو په  مخابراتي برخه کې د پراخو لاسته راوړنو خبر ورکړى و او ويلي يې وو چې اوسمهال په ټول هېواد کې د ګرځنده ټيلېفون څه باندې ٢٢ ميليونه کاروونکي شته او د وزارت د مخابراتي سکتور کلنۍ عايد ٣٠٠ ميليون ډالرو ته رسېږي.

د دې تر څنګ پنځه ميليونه کسان په عملي توګه له انټرنېټي خدمتونو کار اخلي چې دا خدمتونه د نوري فايبر شبکې او د معلوماتي ټکنالوجۍ د درېيم نسل "3G" پر مټ چمتو شوي دي.

 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

اعلانونه

Advertisement