د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

کابل کې د اسرايلو پر ضد لاريون وشو

کابل کې د اسرايلو پر ضد لاريون وشو

Sep 18, 2015 - 16:07

کابل (پژواک، ٢٧ وږى ٩٤): په کابل کې سلګونو لاريون کوونکو د فلسطينيانو پر وړاندې د اسرايلو کړنې وغندلې او د هغو کړنو د درېدو غوښتنه يې وکړه.

په دې وروستيو کې اسرايلي پوځيانو په فلسطين کې د الاقصى پر جومات بريدونه کړي دي او يو شمېر کسانو ته يې مرګ ژوبله هم اړولې ده.

نن په کابل ښار کې سلګونو کسانو په فلسطين کې د الاقصى جومات په ملاتړ او د اسرايلو پر ضد لاريون وکړ.

يوه لاريون کوونکي احمدجمشېد پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ننني لاريون اساسي موخه د اسرايلو پر وړاندې د فلسطينيانو  له حق او په ځانګړې توګه د الاقصى له جومات څخه دفاع کول دي.

هغه زياته کړه چې پر فلسطين د اسرايلو د بريدونو اساسي موخه په دغه هيواد کې د اسلامي اماکنو له منځه وړل دي.

ده له ټولو مسلمانانو غوښتنه وکړه چې په دې اړه چوپ پاتې نه شي.

يوه بل لاريون کوونکي ضيا الدين پژواک ته وويل چې اسرايل د مسلمانانو تر ټولو لوى دښمن دى.

ده وويل چې فلسطينيانو ته بايد خپل حق ورکړل شي او اسرايل بايد نور پر فلسطين بريدونه ونه کړي.

ياد لاريون په کابل کې د جمعيت اصلاح او نجم ټولنې له لوري په لاره اچول شوى و.

د نجم ټولنې وياند مدثر اسلامي پژواک ته وويل چې د کابل په ننني لاريون کې شاوخوا پنځو سوو کسانو برخه اخيستې وه.

د هغه د معلوماتو له مخې، دغه لاريون د کابل ښار له ده افغانانو سيمې پيل او تر پښتونستان واټ پورې يې دوام درلود.

دى وايي چې لاريون د جمعې له لمانځه وروسته پيل او يو ساعت يې دوام وکړ چې له امله يې د کابل ښار ځيني لارې د ترافيکو پر مخ تړل شوې وې.

اسلامي وايي چې ورته لاريونونه نن د کابل تر څنګ په خوست، بلخ، بغلان، کندوز او ننګرهار ولايتونو کې هم ترسره شوي دي.

لاريون کوونکو پر اسرايلو او د هغوى پر پلويانو د مرګ شعارونه هم ورکول.

لاريون کوونکو د فلسطين خلکو ته ډاډ ورکړى چې  له هغوى سره هر راز مرستې او قربانۍ ته چمتو دي.

د لاريون په اخر کې د لاريون کوونکو له خوا يو پرېکړه ليک ولوستل شو او د اسرايلو ملي بيرغ  ته په اور اچولو سره لاريون پاى ته ورسېد.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

اعلانونه

Advertisement