د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

کندهار کې د ١٠ ميليونه ډالرو په ارزښت د کرنې او مالدارۍ برخې پروژې پلې کېږي

کندهار کې د ١٠ ميليونه ډالرو په ارزښت د کرنې او مالدارۍ برخې پروژې پلې کېږي

Oct 09, 2015 - 13:52

کندهار (پژواک، ١٧ تله ٩٤): د کرنې وزير وايي، په کندهار کې د کرنې او مالدارۍ د ودې په موخه د ١٠ ميليونه ډالرو په ارزښت پروژې پلې کوي چې عملي چارې به يې راتلونکى زېږديز کال پيل شي.

دغه راز د ښار جوړونې وزير وايي چې د کندهار ښار د غير پلاني ساحو اوسېدونکو ته به د ملکيتونو د اسنادو د وېش لړۍ پيل کړي، څو په دې توګه عايداتي سرچينې پرانيستل شي او هغوى ته خدمات وړاندې شي.

دوړاو وزيرانو دغه څرګندونې کندهار ته د خپل سفر پر مهال په يوه خبري کنفرانس کې وکړې چې د ولايت مقام د رسنيو په مرکز کې جوړ شوى و.

په خبري غونډه کې د کرنې د وزير اسدالله ضمير او د ښار جوړونې د وزير سيد منصور نادري تر څنګ د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې د ښارواليو چارو عمومي رييس عبدالباقي پوپل، د اوبو رسولو عمومي رييس صالحي او د کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي ګډون کړى وو.

په پيل کې ډاکټر همايون عزيزي کندهار ته د يادو چارواکو د سفر په اړه معلومات وړاندې کړل او ويې ويل چې هغوى د چارو د ارزونې، همغږۍ او په بېلابېلو برخو کې د نوو پروګرامونو د پلي کولو په موخه راغلي دي.

د کرنې وزير اسدالله ضمير وويل، د نړيوال بانک او ځينو نورو مرستندويه ادارو په مرسته په کندهار کې د کرنې او مالدارۍ د ودې په موخه د ١٠ ميليونه ډالرو په ارزښت دوې پروژې پلي کوي.

هغه زياته کړه، د دغو پروژو عملي چارې به په راتلونکي ٢٠١٦ زېږديز کال کې پيل شي.

د نوموړي په وينا، د دغو پروژو په مټ به په کندهار کې د انارو، انګورو، انځرو او نورو مېوو نوي باغونه په پرمختللې بڼه جوړ شي او دغه راز به له کروندګرو او مالدارو سره د محصولاتو د پروسس او بسته بندۍ په برخه کې کار وشي.

دى وايي، په دغه پروګرام کې د نوو جوړو شوو باغونو د خړوبولو لپاره د سولر سيسټم او حوضونو جوړول هم شامل دي او دغه راز د مالدارۍ په برخه کې د څارويو لپاره د واکسين تطبيق، د حيواني او نباتي ناروغيو د تشخصيص د يوه مجهز لابراتور ايجادول هم شامل دي.

ضمير يادونه وکړه چې د کندهار له يو شمېر سوداګرو سره يې وليدل او ډېرو ورته شکايت وکړ چې يو شمېر مرستندويه ادارې د هغوى د اړتياوو له په پام کې نيولو پرته په خپلسرې توګه پروژې پلي کوي چې ګټورې نه دي.

دى وايي، په دې برخه کې يې د کرنې په برخه کې له مرستندويه ادارو له مسوولينو سره خبرې کړې او هغوى يې دې ته اړ کړي چې په هرو دوو اوونيو او يا يوه مياشت کې له کروندګرو سره وويني او د هغوى له اړتياوو سره سمې مرستې وکړي.

د ښاري پراختيا وزير سيد منصور نادري وويل، اړوند وزارت په پلان کې لري چې د کندهار په ګډون په پنځو ولايتونو کابل، ننګرهار، هرات او مزار کې د غير پلاني ساحو پر اوسېدونکو د ملکيتونو د سندونه ووېشي.

هغه زياته کړه، په دې توګه به ښارواليو ته له يوه پلوه عايداتي سرچينې پرانيستل شي او له بله پلوه به د همدغو غير پلاني ساحو اوسېدونکو ته خدمات وړاندې شي چې مخکې ورڅخه بې برخې وو.

دى وايي، د هېواد په کچه له ٧٠ تر ٨٠ سلنه ښاري ساحې غير پلاني دي، چې لامل يې د حکومت له خوا ناسم کار، په ځينو ځايونو کې د کاري وړتيا کمښت او يا هم د واک نشتوالى دى.

نوموړي دا هم وويل چې تر دې وړاندې د ښارواليو او ښارجوړونې د وزارت تر منځ هېڅ همغږي نه وه، خو اوس به دواړه ارګانونه په ګډه کار کوي، څو د ښارونو څېرې بدلې شي او خلکو ته اسانتياوې ډېرې شي.

هغه يادونه وکړه چې مخکې د هېواد اقتصادي مصنوعي او قراردادي بڼه لرله خو په تدريجي توګه به دې ته زمينه برابره شي چې د هېواد اقتصاد طبيعي بڼه خپله کړي.

د ده په خبره، هڅه يې دا ده چې څنګه کولاى شي د هېواد لپاره عايداتي سرچينې پرانيستل شي.

نوموړي د کندهار ښار ماسټر پلان له اوسنيو شرايطو سره سم ونه باله او ويې ويل، هڅه کوي اوسنى ماسټرپلان تعديل او له اوسنيو شرايطو سره سم جوړ کړي چې خلکو ته په کې د ژوند اسانتياوې ډېرې شي.

نوموړي دغه راز خبر ورکړ چې په کندهار کې حلقوي سړک ته اړتيا ده او په دې توګه به له ښاره بهر لرې پرتې سيمې ارزښت پيدا کړي.

دى وايي، هڅه کوي د مرستندويه هېوادونو په مرسته په دغه ولايت کې حلقوي سړک جوړ شي.

د اوبو رسولو عمومي رييس صالحي وويل چې په کندهار کې د دې ادارې لپاره نوى مسوول ټاکلى او پخوانى هغه د فساد په تور څارنوالۍ ته معرفي شوى دى.

ده زياته کړه، د کندهار ښار اوسېدونکي د اوبو لګښت نه ورکوي او له دې درکه پر خلکو له کلونو کلونو راهيسې ٤٨ ميليونه افغانۍ پاتې دي چې دوى يې له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.

دى وايي، تر هغه چې ښاريان دغه پيسې ور نه کړي، نه شي کولاى د ابو شبکه پراخه او خلکو ته د څښلو پاکې اوبه ورسوي.

هغه د کندهار له والي څخه وغوښتل چې په دې برخه کې ورسره مرسته وکړي، تر څو پر خلکو پاتې پيسې راټولې او د شبکې په جوړولو او پراخولو ولګول شي.

بشير احمد نادم

اندړ

 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

اعلانونه

Advertisement