د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په کاپيسا کې نا امنيو ملکي خلک زيانمن کړي

په کاپيسا کې نا امنيو ملکي خلک زيانمن کړي

Dec 06, 2015 - 12:22

محمودراقي (پژواک، ١٥ ليندۍ ٩٤): د کاپيسا د نا امنو سيمو اوسېدونکي وايي چې د ناامنيو له امله تر ټولو زيات زيانونه عامو خلکو ته رسېږي او ډېرى قربانيان يې ملکي وګړي دي.

ددوى په وينا، په روان لمريز کال کې چې کومې جګړې د تګاب او د اله سای پر لويې لارې او اړوندو ولسواليو کې ترسره شوې، نه يواځې په ترڅ کې يې  لسګونو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، بلکې څاروي او فصلونه يې هم له منځه تللي دي.

د تګاب ولسوالۍ د تترخېلو سيمې يو اوسېدونکی حشمت الله وايي  چې د دې جګړو له امله د ولسوالۍ د ځينو سيمو ډېرى کورونه هم ويجاړ شوي دي.

هغه پژواک اژانس ته وويل چې د ولسوالۍ په تترخېلو او شکوټ سيمو کې نږدې ۳۰  ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .

د نوموړي په وينا، وسله وال مخالفين د خلکو د کورونو تر څنګ يا د  کلي له منځ څخه پر دولتي ځواکونو ډزې کوي چې په ځوابي ډزو او نښتو کې ملکيان زيانمنېږي.

حشمت الله زياتوي: ((د حکومت وسله وال مخالفين د مخامخ جګړې توان نه لري، له سيمې يا له کلي تښتي، خو کله چې دوى وتښتي، نو په ډزو کې زيان ملکي خلکو ته رسېږي.))

د شکوټ کلي يو اوسېدونکی بختيار وايي چې په کلي کې يې ۴۵۰ کورنۍ مېشتې دي چې ډېرې يې د جګړو له امله زيانمنې شوې دي.

د هغه په وينا، ډېرى مهال پر لويو لارو جګړې کېږي او د سړک په اوږدو کې پرتو خلکو ته زيان اوړي.

نوموړی زياتوي: ((خلک د دې وس نه لري چې وسله وال مخالفين له خپلو کليو وباسي؛ ځکه چې هغوى زورور دي، حکومت دې زموږ غم وخوري او د وسله والو پر ضد دې جدي اقدامات ترسره کړي.))

د کاپيسا د ولايتي شورا غړی عزيزالله ساپی وايي  چې اوسمهال د تګاب او اله سای پر لويه لاره امنيت ټينګ شوی او نوې امنيتي پوستې جوړې شوې دي.

خو هغه زياتوي چې پر دې لارې د جنګونو له امله ملکي وګړو ته زياته مرګ ژوبله او زيانونه اوښتي دي.

د هغه په وينا، د دې نا امنيو له امله د خلکو باغونه، فصلونه او کورونه هم زيانمن شوي او له سخت اقتصادي زيان سره مخ دي.

بلخوا د کاپيسا امنيتي چارواکي وايي، دوى تل هڅه کړې چې خلکو ته ډاډمن امنيت تامين کړي تر څو هغوى خپلې ورځنۍ چارې په ښه توګه پرمخ يوسي.

د  کاپيسا د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سيد ذاکر هاشمي پژواک اژانس ته وويل چې د جګړې پر مهال د حکومت وسله وال مخالفين  د ملکي خلکو له کورونو د سنګر په توګه کار اخلي چې له امله يې د سيمې اوسېدونکي  له ګڼو زيانونو سره مخ کېږي.

نوموړی زياتوي: ((امنيتي ځواکونه سره له دې چې ډېر په احتياط جګړه کوي، تر څو ملکي وګړو ته کوم زيان ونه رسېږي.))

د يادونې ده، تېره مياشت د تګاب او اله سای په يو شمېر سيمو کې د حکومت د وسله والو مخالفينو او امنيتي ځواکونو تر منځ جګړې ترسره شوې چې د اوسېدونکو په وينا يې،  د اله سای بازار لسګونه دوکانونه او يو شمېر کورونه په کې هم له منځه تللي دي.

وسله والو تر اوسه د يادو ادعاوو په اړه څه نه دي ويلي. 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

اعلانونه

Advertisement