د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په جلال اباد ښار کې اورلګېدنې مالي زيانونه اړولي

په جلال اباد ښار کې اورلګېدنې مالي زيانونه اړولي

Dec 31, 2015 - 10:52

جلال اباد (پژواک،١٠ مرغومی ۹۴): د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې د مالوچو په سرای کې د اورلګېدنې له امله د مالوچو څو ګودامونه، دوه موټر او ځيني نور توکي سوځېدلي دي.

دغه اورلګېدنه د مرغومي په ١٠مه سهار شاوخوا اوه بجې د جلال اباد  ښار د څلورمې ناحيې اړوند د "متين" په نوم يو سرای کې رامنځته شوې ده.

د ياد سرای يوه هټۍ وال عبيدالله پژواک خبري اژانس ته وويل چې په اورلګېدنې کې يې د مالوچو درې ګودامونه سوځېدلي دي.

هغه زياتوي: ((نه پوهېږم چې اورلګېدنه د څه له امله رامنځته شوې، زما درې ګدامونه په کې وسوځېدل او د ۲۵ لکه کلدارو زيان يې را واړوو.))

د دغه سرای يوه بل هټۍ وال نبي جان پژواک اژانس ته وويل چې په اورلګېدنه کې د مالوچو يو شمېر ګودامونه، دوه موټر او ځيني نور توکي سوځېدلي دي.

نوموړي وويل: ((د اور د لامل په اړه نه پوهېږم، هر څه چې وو، خو خلکو ته يې ډېر تاوانونه واړول.))

بلخوا د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي پژواک اژانس ته وويل، په دې اورلګېدنه کې د مالوچو او نورو توکو تر څنګ اووه ګودامونه او دوه کرولا موټر سوځېدلي دي.

د والي وياند وايي: ((دا اورلګېدنه د ګاز ډبې د اور له امله رامنځ ته شوې؛ ځکه اور يې  مالوچو ته رسېدلی و چې ټول سرای ترې اور واخيست.))

دی وايي چې په دې اورلګېدنه کې چا ته ځاني زيان نه دی اوښتی او د اور وژنې ډلې له لوري په ياد سرای کې اور مړ شوی دی.

بلخوا د ننګرهار له ولايت مقام څخه پژواک ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې والي سليم خان کندوزي پر يادې پېښې خواشيني ښودلې او د پېښو پر وړاندې د چمتووالي کمېټې ته يې لارښوونه کړې، څو اوښتي مالي زيانونه معلوم او د قانون له مخې ورسره مرستې وکړي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د اوښتي مالي زيانونو په اړه به وروستي معلومات خپاره شي.

د يادونې ده، تر دې مخکې هم د جلال اباد ښار په بېلابېلو مارکېټونو کې اورلګېدنې رامنځته شوې چې له امله يې خلکو ته درانه مالي زيانونه اوښتي دي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

اعلانونه

Advertisement