د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په کندهار کې د کانکور ازموينه واخيستل شوه

په کندهار کې د کانکور ازموينه واخيستل شوه

Jan 26, 2016 - 17:48

کندهار( پژواک، ٦ سلواغه ٩٤): په کندهار کې تېر تعليمي کال له دوولسمو ټولګيو څخه ٤ زره تنه فارغ شوي، خو د کانکور په ازموينه کې څه باندې دوو زرو تنو ګډون کړى و، چې ١١ سلنه يې نجونې جوړوي.

له دغو فارغانو څخه نن د سلواغې په ٦مه د کندهار پوهنتون په انګړ کې ازموينه واخيستل شوه.  

د کندهار پوهنتون علمي مرستيال انجنير تواب بالاکرزي پژواک خبري اژانس ته وويل چې  د کانکور د ازموينې لپاره ٢١٤٠ تنو نوم ليکنه کړې وه، چې له دې ډلې ٨٠ تنه غير حاضر وو او پاتې نورو يې چې ٢٣٠ تنه يې نجونې دي، په ازموينه کې ګډون وکړ .

د ده په خبره، کندهار د هېواد مهم ولايت دى، په کار وه چې هلته هم فارغان ډېر واى او هم د کانکور په ازموينه کې د ګډون کوونکو شمېر لوړ واى.

نوموړي ټينګار وکړ چې د کندهار د پوهنې په بهير کې يوه  بدلون او سمون ته اړتيا ده  او دا کار يواځې د ولس په همکارۍ کېداى شي.

د کندهار د پوهنې رييس انجنير عبدالقادر پيوستون وويل د ده  لپاره هم  د خپګان ځاى دى، چې له څلور  زره فارغانو څخه يواځې ٢٠٦٠  تنو  د کانکور په ازموينه کې برخه واخيسته.

د ده په وينا، دا په داسې حال کې ده چې د پوهنې رياست  تر ازموينې وړاندې  د کانکور د چمتووالي لپاره په کندهار کې ١٣ مرکزونه پرانيستي وو او د رسنيو او قومي مشرانو له لارې يې هڅې کړې وې چې دا ځل د کانکور په ازموينه کې ډېر کسان برخه واخلي.

د په کانکور ازموينه کې د نږدې نيمايي فارغانو د نه ګډون د لاملونو په اړه وويل چې دا د خلکو پر لېوالتيا پورې اړه لري.

هغه زياته کړه چې  په کندهار کې ډېرې نجونې د کلتوري او ټولنيزو مسايلو له مخې په شپږم او يا اووم ټولګي کې زده کړې پرېږدي او د نورو زده کړو فرصت نه ورکول کېږي.

خو ده د تېر په پرتله بيا هم د پوهنې بهير ښه وګاڼه او ويې ويل چې وړم کال کندهار کې ٢٨٠٠ تنه له دوولسم ټولګيو فارغ شوي وو، خو له دې ډلې د ٤٠٠ نجونو په ګډون ٢٠٠٠ تنو د کانکور په ازموينه کې برخه اخيستې وه.

دى وايي، که څه هم په کندهار کې شته فرهنګي او ټولنيزو مسايلو د پوهنې بهير ټکنى کړى، خو اداره   هڅه کوي چې دغه  بهير چټک شي .

د کندهار مرستيال والي عبدالعلي شمسي د نننۍ ازموينې د پيل پر مهال کندهار کې د کانکور د ګډونوالو په اړه څه ونه ويل خو زياته يې کړه چې په ټوليز ډول د هېواد په کچه له لوړو زده کړو سره د ځوانانو مينه زياته شوې   او په زرګونو ځوانان د کانکور په ازموينه کې برخه اخلي.

هغه پژواک ته وويل، د ولسمشر له لارښوونې سره سم د ازموينې د روڼتيا په موخه اړين ګامونه پورته شوي او اسانتياوې ډېرې شوې دي.

د کانکور برخه والو هم ويل چې د ازموينې پروسه رڼه ده.

د کانکور ازموينه په ځينو ولايتونو کې اخيستل شوې او دا لړۍ روانه ده.

تېر کال په ټول هېواد کې ٢٢٦ زره تنو د کانکور په ازموينه کې برخه اخيستې وه او له دې ډلې څه باندې ٥٥ زره تنو د لوړو او ٣٧ زره تنو د نيمه لوړو زده کړو دولتي موسسو او ٢٧ زره تنو د لوړو زده کړو خصوصي موسسو ته لار ومونده.

د راپورونو له مخې، تېر کال د کانکور په ازموينه کې لس زره د تقلب او نقل پېښې ثبت شوې وې.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

اعلانونه

Advertisement