د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د کندهار زرګونو خلکو د استسقاء لمونځ ادا کړ

د کندهار زرګونو خلکو د استسقاء لمونځ ادا کړ

Jan 28, 2016 - 17:01

کندهار (پژواک، ٨ سلواغه ٩٤): د کندهار ښار په عيدګاه کې زرګونو خلکو د استستقاء لمونځ ادا کړ او د باران ورېدو دعاوې يې وکړې.

د استستقاء د لمانځه ادا کولو لپاره د کندهار ښار ترڅنګ د نږدې ولسواليو اوسېدونکي هم راغلي وو.

د لمونځ کوونکو له ډلې د کندهار ښار د کابل دروازې اوسېدونکي اخترمحمد پژواک خبري اژانس ته وويل، تېره ورځ يې د راډيوګانو له لارې خبر تر لاسه کړ چې د پنجشنبې په ورځ د کندهار ښار په عمومي عيدګاه کې د استسقاء لمونځ کېږي، چې له خپلو ملګرو سره يو ځاى يې د اداينې لپاره راغلى دى.

هغه زياته کړه، کلونه کېږي چې په کندهار کې د باران ورښت کم شوى، چې له امله يې تر ځمکې لاندې اوبه کمې شوې او د وچکالۍ خطر يې زيات کړى دى.

دى وايي، نن يې د استسقاء تر لمانځه وروسته د باران د ورېدو تر څنګ په هېواد کې د سولې او ثبات لپاره هم دعا وکړه.

د نظرګل په نوم بل تن له ارغنداب ولسوالۍ څخه د استسقاء د لمانځه د ادا کولو لپاره راغلى و.

ده پژواک ته وويل، دلته د ډېرو خلکو ژوند له کر او کروندې سره تړلى، کله چې بارانونه نه اوري، نو ښه حاصلات هم نه ترلاسه کېږي.

دى زياتوي، سږ کال ژمى ډېر کم بارانونه شوي، که پر وخت نور بارانونه و نه شي، نو د وچکالۍ وېره شته.

د يادونې ده چې روان ژمى په کندهار کې ډېر کم بارانونه شوي، چې د وچکالۍ د پاى ته رسولو لپاره بسنه نه کوي.

د کندهار د کرنې رياست د مسوولينو د معلوماتو له مخې، تر دې مهاله ٣٠ ملي متره باران ورېدلى، خو د وچکالۍ د پاى ته رسېدو لپاره شاوخوا ٣٠٠ ملي متره باران ورېدو ته اړتيا ده.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

اعلانونه

Advertisement