د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په کندهار کې د ښځو د کرنيز فارم جوړولو چارې پیل شوې

په کندهار کې د ښځو د کرنيز فارم جوړولو چارې پیل شوې

Jan 28, 2016 - 17:59

کندهار (پژواک، ٨ سلواغه ٩٤): د ښځو چارو وزيرې کندهار ولايت ته سفر وکړ او هلته يې د يو لړ مراسمو په ترڅ کې د ښځو د کرنيز فارم د جوړولو چارې پرانيستې.

په دغو مراسمو کې د ښځو چارو وزيرې مېرمن دلبر نظري، ولايتي چارواکو، د ولايتي شورا غړو او لسګونو مېرمنو ګډوه کړى وو.

په پيل کې په سوېل کې د کرنيزې پراختيا (RADP-S) موسسې د جندر څانګې مسوولې مېرمن بلقيس بري د ښځو د کرنيز فارم په اړه معلومات ورکړل.

بلقيس بري وويل، د ښځو کرنيز فارم په ٢٥ جريبه ځمکه کې د کندهار ښار په عينو مېنه کې جوړېږي چې د ځمکې مرسته افکو کمپنۍ کړې او نور لګښت يې د امريکا پرمختيايي ادارې پر غاړه اخيستى دى.

هغې زياته کړه، د دغه کرنيز فارم په شاوخوا شل زره متره ساحه کې د مېرمنو په لاسونو د انارو ونې کښېنول شي چې وروسته به يې حاصلات هم مېرمنې ټولوي او د خرڅلاو لپاره به يې بازار ته وړاندې کوي.

د دې په خبره، په دې کرنيز فارم کې به د انارو تر څنګ په يوه لويه نهال خونه کې ١٥٤ زره بېلابېل نيالګي هم و روزل شي چې په کرنيز فارم کې د لګولو تر څنګ به په بازار کې هم پلورل کېږي.

دې دا هم وويل چې د مالدارۍ لپاره د وښو د کرلو ځاى هم ځانګړى شوى او دغه راز به په ٤ ګرين هاوسونو کې د مېرمنو له خوا بېلابېل سبزيجات کرل کېږي او بازار ته به عرضه کېږي او دغه راز به په دې فارم کې اته کاري خونې او ساړه ساتنځايونه موجود وي، چې مېرمنې په کې خپل محصولات خوندي وساتي.

مېرمن بري وويل، د کرنيز فارم د اوبولو لپاره به شپږ مياشتې د ظاهرشاهي کانال له اوبو کار اخلي او پاتې شپږ مياشتې به د برمې له اوبو کار اخيستل کېږي، چې د اوبو د را ايستلو او نورو چارو لپاره دغلته د ١٥،٥ کيلوواټه په توليد د لمريزې برېښنا سيسټم هم برابر شوى دى.

دې يادونه وکړه چې د کرنيز فارم له محصولاتو څخه لاسته راغلې پيسې به بيرته په همدغه فارم لګېږي، څو ښځې ښه توليدات ولري او له دې لارې د خپلو کورنيو لپاره نفقه برابره کړي.

د دې په خبره، په دې توګه به سلګونه مېرمنې کار پيدا کړي او دغه راز به د کرنې له موډرنې ټکنالوژۍ سره بلد شي.

د ښځو چارو وزيرې مېرمن دلبر نظري دغه پروژه د مېرمنو لپاره ګټوره وبلله او ويې ويل هڅه کوي د کندهار د مېرمنو د ژوند د بهبود لپاره ورته نور ګامونه هم واخلي.

هغې زياته کړه، کندهار ته يې د سفر موخه له ښځو او اړوندو چارواکو سره ليدل، د ستونزو په نښه کول او د حل لارو موندل دي.

وزيرې د کندهار له ښځو سره ژمنه وکړه چې د له مېرمنو سره د تاوتريخوالي د کمېدو، ظرفيت جوړولو، کار موندنې او نورو برخو کې به اوږدمهالي پلانونه جوړ او عملي کوي.

په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو استازې مېرمن فريبا کاکړ وويل، په دغه ولايت کې د مېرمنو لپاره اوږدمهاله او ګټور کارونه نه دي شوي، خو د کرنيز فارم جوړول د اوږدمهالو پروژو په برخه کې ګټور ګام دى.

هغې غوښتنه وکړه چې په کرنيز فارم کې دې د ښځو د لاسي صنايعو برخه هم ور زياته شي، څو مېرمنې وکړاى شي خپل توليدات په خپله وپلوري.

د کندهار د ښځو چارو رييسې مېرمن رقيې اڅکزۍ وويل، د تېرو څو لسيزو جګړو تر ټولو لوى مرکز کندهار و چې تر بل هر چا يې مېرمنې ډېرې اغېزمنې کړې او په بېلابېلو برخو کې خدماتو ته اړتيا لري.

هغې زياته کړه، که څه هم په دې وروستيو کې د پوهنې، روغتيا، امنيت او ګڼو نورو برخو کې مېرمنې په کار بوختې دي، خو کافي نه دي او په ځانګړې توګه په ولسواليو کې مېرمنې له تاوتريخوالي او ستونزو سره مخ دي.

نوموړې د امريکا له نړيوالې پرمختيايي ادارې مننه وکړه چې په کندهار کې يې د مېرمنو د ژوند د ښه کېدو په برخه کې مرستې کړې او دا ځل يې د ښځو د کرنيز فارم د جوړولو لګښت پر غاړه اخيستى دى.

هغې وويل، پر دغه کرنيز فارم ١٣ ميليونه افغانۍ لګښت راځي چې تر راتلونکو څو مياشتو پورې به يې د جوړولو چارې بشپړې شي.

نوموړې د ښځو چارو له وزيرې وغوښتل چې د کندهار د ښځو چارو رياست ته پاملرنه زياته کړي، تشکيل يې پوره کړي او هومره امکانات ورته برابر کړي چې د ښځو د ژوند د ښه کولو لپاره ډېر کار وکړاى شي.

د کندهار مرستيال والي عبدالعلي شمسي هم د ښځو چارو له وزيرې د مېرمنو او ماشومانو د وضعيت د ښه کېدو لپاره د هڅو د پراخولو غوښتنه وکړه او ويې ويل د ښځو لپاره پروژې بايد يوازې د کاغذ پر مخ نه وي، بلکې د هغوى لپاره بايد عملي کار وشي.

نښه: 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

اعلانونه

Advertisement