د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د قربانيانو د ملاتړ صندوق پرانيستل شو

د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د قربانيانو د ملاتړ صندوق پرانيستل شو

Jan 31, 2016 - 17:00

کابل (پژواک، ١١ سلواغه ٩٤): ولسمشر غني د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د قربانيانو د ملاتړ وجهي صندوق پرانيست او ويې ويل، د ښځو پر وړاندې هېڅ ډول تاوتریخوالی د منلو وړ نه دی.

د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د پرانيستې دا مراسم نن له غرمې مخکې د ښځو چارو وزارت په نوښت په سلام خانې ماڼۍ کې ترسره شول.

سرچينه کاږي، ولسمشر محمد اشرف غني په دې مراسمو کې وویل، د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی د اسلام په سپېڅلي دین کې ځای نه لري او د حضرت محمد (ص) سیرت هم ښځو ته د درناوي په اصل ټینګار کوي.

هغه زياته کړه: "د ښځو پر وړاندې هېڅ ډول تاوتریخوالی زموږ لپاره د منلو وړ نه دی او څوک چې تاوتریخوالی د عنعنې په توګه مني، نو تېروتلی دی."

ده څرګنده کړه، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ادامه ګډوډي رامنځته کوي.

نوموړي ټینګار وکړ، جنګ ځپلې ټولنه باید خپل پخواني ارزښتونه درک کړي او ناسم دودونه ونه هڅوي.

د هغه په وينا، حکومت ژمن دی چې له ښځو سره د خپلو حقونو په ترلاسه کولو کې مرسته وکړي او د ښځو پر وړاندې د هر ډول تاوتریخوالي مخه باید ونیول شي.

اشرف غني وايي: "د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د قربانیانو د وجهي صندوق د پرانیستې هرکلی کوم  او ښځو ته باید د دوی شرعي او قانوني حقونه ورکړل شي."

نوموړى زياتوي، د نړۍ د مشهورو پوهانو او څېړونکو په لیکنو او څېړنو کې د ښځو موقف څرګند لیدل کېږي.

ولسمشر د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د قربانیانو د ملاتړ وجهي صندوق سره په نغدي مرسته دا صندوق رسماً پرانیست او ويې ویل، د کابینې غړو هم ژمنه کړې ده، چې د سلواغې  میاشتې د تنخوا ۱۵ سلنه به دې صندوق ته ورکړي.

د خبرپاڼې په حواله، په دې مراسمو کې د هېواد لومړۍ مېرمن رولا غني د اسلام له نظره د ښځو د حقونو او رول په هکله خبرې وکړې او ويې ویل، د اسلام دین او افغاني فرهنګ ښځو ته ځانګړی ځای ورکړی دی.

هغې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د قربانیانو د ملاتړ وجهي صندوق پرانیسته مهم ګام وباله او د تاوتریخوالي پر ضد یې د جدي مبارزې ټینګار وکړ.

د ښځو چارو وزیرې دلبر نظري او د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانو هم د ښځو حقونو ته د ولسمشر له پاملرنې څخه د قدرداني په ترڅ کې د تاوتریخوالي له قربانیانو سره د مرستې په موخه د دې صندوق پرانیسته ارزښتناکه وبلله.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، په دې مراسمو کې د ولسمشر دویم مرستیال محمد سرور دانش، د اجرایه ریاست مرستیالانو، د ولسمشر فوق العاده استازي احمدضیاء مسعود، په سیاسي چارو کې د ولسمشر ځانګړي استازي ډاکټر محمد اکرم خپلواک، د کابینې غړو او د ملي شورا یو شمېر استازو هم حضور درلود.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

اعلانونه

Advertisement