د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په کندوز کې ډېر ژر سراسري عمليات پيلېږي

په کندوز کې ډېر ژر سراسري عمليات پيلېږي

Feb 18, 2016 - 15:58

کندوز (پژواک، ٢٩ سلواغه ٩٤): کندوز ته تللي پوځي پلاوي اعلان وکړ چې د وسله والو مخالفينو د ځپلو او سيمو چاڼ کولو لپاره به ډېر ژر په کندوز کې سراسري عمليات پيل شي.

 

شمال ختيځ  کې ٨٠٨ سپين زر زون عمومي قوماندان لوى پاسوال شېر عزيز کامه وال نن پژواک خبري اژانس ته وويل  چې د ملي دفاع وزارت ستر درستيز قدم شاه شهيم او د کورنيو چارو وزارت ستر مرستيال لوى پاسوال ايوب سالنګي کندوز ته تللي دي او د امنيتي ځواکونو له قطعاتو څخه يې ليدنه ترسره کړې ده.

 

نوموړي وويل چې هغوى امنيتي اوضاع څېړلې ده او د امنيتي ځواکونو ستونزې او اړتياوې يې پلټلې دي څو ورته لاسرسى وشي.

له بل لوري د ملي دفاع وزارت لوى درستيز په خبري غونډه کې وويل چې ډېر ژر به پراخ عمليات په لار واچول شي او کومو سيمو کې چې طالبان فعاليت کوي، چاڼ به يې کړي.

شهيم طالبان پردي نوکران او د خلکو له خوا رټل شوي کسان وبلل او زياته يې کړه چې هغوى نور نه شي کولى بيا د کندوز ښار ونيسي.

په کندوز کې د ولايتي شورا او مدني ټولنو غړو، څو ځلې د دغه ولايت د امنيتي وضعيت په اړه اندېښنه ښودلې او ګواښ يې کړى دى که د طالبانو پر وړاندې عمليات ترسره نه شي، په راتلونکي پسرلي کې به کندوز په خورا خطرناک ډول سقوط وکړي.

 

د کورنيو چارو وزارت ستر مرستيال په دې غونډه کې وويل: "د کندوز په ځينو سيمو کې کشفي او کوچني عمليات ترسره شوي دي او انشاءالله کندوز به ډېر ژر د وسله والو مخالفينو له شتونه پاک شي.

 

سالنګي زياته کړه چې په دې موخه يې کندوز ته سفر کړى څو شمال ختيځ زون کې د امنيتي ځواکونو ستونزې او اړتياوې په ګوته کړي.

 

همداراز هغه خبرپاڼه چې د کندوز امنيې قوماندانۍ له لوري پژواک خبري اژانس ته رارسېدلې کاږي چې دې لوړ پوړي پوځي پلاوي د کندوز خلکو ته ډاډ ورکړى دى چې په نږدې ورځو کې به سراسري عمليات کندوز ولايت کې د مخالفينو پر ضد پيل شي او وسله وال مخالفين به خپلو موخو ته ونه رسېږي.

د سيمه ييزو چارواکو د شمېرو له مخې، د کندوز ښار جګړه کې څه باندې ١٨٠ ملکي کسان وژل شوي دي او ٣٣٠ نور ټپيان وو، د دې تر څنګ څه باندې ٢٠ زره کورنۍ ګاونډيو ولايتونو او کابل ته کډه شوې وې.

له بل لوري د کندوز سوداګرۍ او صنايعو خونې مسوولينو، په دغه ولايت کې له جګړو وروسته د شاوخوا ٤٠٠ سوداګرو د تېښتې خبر ورکړى و او ويلي يې وو چې د پانګو تېښتې د دغه ولايت اقتصاد ته  سخت زيان اړولى دى.

د يادونې ده، د طالبانو په لاس  د کندوز ښار له سقوطه دوه اوونۍ وروسته، د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونې مسوولينو، د کندوز پر خلکو د جګړې د ناوړو اغېزو په اړه د اندېښنې څرګندولو تر څنګ ويلي وو چې يادې جګړې د دغه ولايت اقتصاد ته څه باندې ١٠٠ ميليونه ډالره زيان اړولى دى.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement