د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

"د کابل ښار کثافات دې د اوړي له را رسېدو مخکې ټول شي"

"د کابل ښار کثافات دې د اوړي له را رسېدو مخکې ټول شي"

Mar 10, 2016 - 16:26

کابل (پژواک، ٢٠ کب ٩٤): د ولسمشر تر مشرۍ لاندې د مالي او اقتصادي مديريت عالي شورا کابل ښاروالۍ او قواى کار ته سپارښتنه کړې چې د اوړي له را رسېدو وړاندې دې له ښار کثافات ولېږدوي.

د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتره پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دې غونډه چې تېره شپه په ارګ کې جوړه شوه، د اقتصادي سکتور مسوولينو په کابل ښار کې د جامدو کثافاتو د تنظيم، په هېواد کې د سوداګرۍ او پانګونې د اسانتيا او حامد کرزي نړيوال هوايي ډګر له لارې د وچې او تازه مېوې د صادراتو په هکله خپلې طرحې او وړانديزونه مطرح کړل.

په دې ناسته کې کابل ښاروالۍ او قواى کار ته دنده سپارل شوې چې په لنډمهال کې د اوړي له را رسېدو د مخه له کابل ښاره د کثافاتو انتقال پيل کړي.

همدارنګه غونډې پرېکړه کړې چې په اوږدمهال کې دې په ښار کې د کثافاتو د تنظيم په هکله يوه جامع ارزونه وشي، دولت او خصوصي سکتور دې هغه په ګډه مديريت او په انرژي بدل کړي.

په غونډه کې ويلي شوي چې خصوصي سکتور په دې برخه کې لېوالتيا ښودلې او ولسمشر وويل، ارزونې بايد دا مشخصه کړي چې دولت، خصوصي سکتور او خلک په دې برخه کې څه رول ترسره کولى شي.

د خبرپاڼې په حواله، وروسته په هېواد کې د سوداګرۍ او پانګونې د اسانتيا په هکله بحث وشو او د سوداګرۍ وزير په افغانستان کې د سوداګرۍ او پانګونې د شاخصونو په هکله معلومات ورکړل او بېلابېلو بنسټونو ته يې د دغه بهير د اسانتيا په موخه خپل وړانديزونه وړاندې کړل چې د هغو په ترسره کولو افغانستان څنګه کولى شي د نړيوال بانک د نوملړ په لوړه رده کې قرار ولري.

له هر اړخيزو بحثونو وروسته ولسمشر ويلي، د اقداماتو د ترسره کولو لپاره بايد مهالوېش ترتيب او قوه کار جوړ شي، ترڅو هغه موخې او شاخصونه چې په هېواد کې د سوداګرۍ او پانګونې فضا ښه کولى شي، مشخص او له دولتي ارګانونو سره تعقيب شي.

ده زياته کړې، له خصوصي سکتور سره دې په هېواد کې د پانګونې د غوره موخو د ټاکلو په خاطر مشورې وشي او په دې برخه کې د دولتي مسووليتونو او بهرنيو بنسټونو د مشخص کولو ترڅنګ دې د وروستيو اقداماتو د تعقيب لپاره ميکانېزم هم رامنځته شي.

د هغه په وينا، بايد مشخصه شي چې کوم اقدامات بايد په موازي او کوم يې په زنځيري شکل  ترسره شي.

غني ټينګار کړى چې د افغانستان اقتصادي وده د بل هر شاخص او پروسيجر په پرتله غوره شاخص او پروسيجر دى.

په خبرپاڼه کې زياته شوې، وروسته د حامد کرزي نړيوال هوايي ډګر له لارې د وچې او تازه مېوې د صادراتو په هکله بحث وشو او څرګنده شوه، چې لومړى دې له اوسنيو الوتنو په ځانګړي ډول اريانا شرکت څخه د وچې او تازه مېوې د انتقال لپاره استفاده وشي او وروسته دې د انتقالاتو لپاره غوره ميکانېزم رامنځته شي.

همدارنګه پر دې هم بحث وشو چې د اريانا او ټولو هوايي شرکتونو الوتنې څنګه د سوداګريزو مالونو په ځانګړي ډول د وچې او تازه مېوې د انتقال لپاره ترسره شي.

په دې غونډه کې څرګنده شوه، د هوايي ډګر د ګمرک د کارکوونکو په کاري مهالوېش کې دې بدلون راشي، ترڅو په هره الوتنه کې صادرات ترسره شي او د وچې او تازه مېوې د صادراتو د اسانتيا په موخه د پروسس يو واحد مرکز دې هم رامنځته شي.

سرچينه کاږي، په همدې ترتيب د کابل ولايت اړوند په باريک اب سيمه کې د کرنې او مالدارۍ وزارت د سړو خونو د  طرحې په هکله بحث وشو او ولسمشر وويل، د مالي او اقتصادي مديريت عالي شورا په راتلونکې غونډه کې دې ياده طرحه وړاندې او نهايي شي.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، په دې ناسته کې د ولسمشر دويم مرستيال محمد سرور دانش، اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله، د اجرائيه رياست لومړي مرستيال انجنير محمد خان، د ملي امنيت شورا سلاکار محمد حنيف اتمر، د بهرنيو چارو وزير او د اقتصادي سکتور وزيرانو هم حضور درلود.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement