د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

بدخشان کې يوه قوماندان يو کس د غره له سره ٢٠٠متره لاندې غورځولى

بدخشان کې يوه قوماندان يو کس د غره له سره ٢٠٠متره لاندې غورځولى

Mar 21, 2016 - 13:21

فيض اباد(پژواک، ٢ ورى ٩٥): د بدخشان امنيتى چارواکي وايي چې په کران و منجان ولسوالۍ کې ځايي قوماندانان حاکم دي او په وروستۍ يوه اوونۍ کې يې د يوې ښځې په ګډون درې کسه په بې رحمۍ سره وژلي دي.

د بدخشان امنيه قوماندان مل پاسوال غلام سخي غفوري، پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې ولسوالۍ کې د محمد شريف او عبدالمالک تر قوماندې لاندې له ٧٠٠تر ٨٠٠ پورې ناقانونه وسله وال فعاليت لري.

هغه زياته کړه، دواړه قوماندانان چې د لاجوردو کان له امکاناتو  خپلې اړتياوې پوره کوي، پر خلک په بې رحمۍ سره حاکميت کوي او خلک يې له ظلمونو تر پزې راغلي دي.

غفوري زياته کړه چې دوه ورځې وړاندې د قوماندان شريف د خاله زوى محمد فهيم د ناپېژانده وسله والو لخوا ووژل شو، قوماندان شريف يې په تړاو څلور کسان ونيول او د هغوى له منځه يې د ادينه محمد په نوم يو کس د غره له سره ٢٠٠ متره لاندې درې ته ګوزار کړ.

د امنيه قوماندان په خبره، دې قوماندان د شريف په نوم يو کس سخت وهلى ډبولى چې اوسمهال له نوموړي سره په سخت حالت کې بندي دى.

هغه زياته کړه، يوه ښځه چې له واده يې درې اوونۍ تېرېدې، پر کور يې د راکټ مرمۍ د لګېدو له امله ټپي  او د  ولسوالۍ په کلينيک کې مړه شوه. په دې راکټي بريد کې چې د شخصي دښمنۍ او خپلمنځي اختلافاتو له امله  ترسره شوى،  يو نارينه په کې ژوبل شوى دى.

غفوري وويل:((په دې ولسوالۍ کې دولتي حاکميت په مطلق ډول له منځه تللى، ولسوال او امنيې قوماندان ننداريز شتون لري.))

د کران و منجان ولسوالۍ امنيې قوماندان سمونوال احمدشاه زياته کړه، ٣٠ پوليس لري او په هېڅ ډول نه شي کولى چې د ٨٠٠ غير قانوني وسله والو سره مقابله وکړي، د وژنې وروستۍ قضيې چې په دې وروستيو کې رامنځته شوې، دوى يې په اړه څه کار نه شي کولى.

د هغه په خبره، دوه مياشتې وړاندې دفاع وزير، لوى درستيز او د بدخشان والي دې ولسوالۍ ته راغلي وو او دوى ورته وويل چې د مجرم د تعقيب او نيولو توان نه لري، همدا دوه ځايي قوماندانان پرېکړه کوي او بيا د عمل جامه اغوندي.

د کران و منجان امنيه قوماندان وويل:((موږ د خلکو د امنيت مسووليت لرو، خو له بده مرغه چې د ځايي قوماندانانو د حاکميت له امله موږ څه نه شو کولى، خو کوښښ کوو چې ډېر ژر به د مرکز(کابل) له چارواکو سره په تفاهم عمليات پيل کړو، ياد غير قانوني وسله وال به بې وسلې کړو او د دولت حاکميت به بېرته پلى کړو.))

خو ځايي اوسېدونکي امام محمد وويل، تر هغو چې دولت وسله وال افراد بې وسلې نه کړي، امکان لري چې د ځايي قوماندانانو د ظلم او فشار په سبب خلک له طالبانو سره يو ځاى شي.

هغه زياته کړه:(( خلک سخت ژوند تېروي، ښوونځي تړل شوي، همدا دوه قوماندانان خپلې غوښتنې پر خلکو تپي، له چا سره يې چې دښمني وي، دسيسه ورته جوړوي او يايې وژني.))

د امام محمد په خبره، د ځايي قوماندانانو د حکومتوالۍ ډول خلک ستړي کړي او که چېرته بې وسلې نه شي، ناوړه پايلې به ولري.

ځايي خلک وايي چې دا دواړه قوماندانان اوس هم په خپل منځ کې د تفاهم له  مخې د کران و منجان پر لاجورد کان حاکميت لري، عوايد يې جيب ته اچوي او پنځوس سلنه يې طالبانو ته د باج په توګه ورکوي.

دا په داسې حال کې ده چې ځايي چارواکو د تېر کال په اوړي کې ويلي و چې د کران و منجان کان ورځني عوايد ميليونونو افغانيو ته رسېږي او دا عوايد په تېره څه کمه يو کال موده کې له يو نيم ميليارد افغانيو اوښتې چې ټول عوايد يې د دولت د خزانې پر ځاى د وسله والو مخالفينو او عبدالمالک په ګډون ځايي قوماندانانو جيب ته ځي.

خو عبدالمالک چې پخوا د جمعيت اسلامي قوماندان و او  د لاجورد کان له نيولو وړاندې د بدخشان د خاش ولسوالۍ اوسېدونکى و، ويلي يې دي چې دولت بايد د لارجوردو کان د استخراج په عوايدو کې ونډه ورکړي، که نه له دې پرته حاضر نه دى چې د واک ولکه بل چاته ورکړي.

د بدخشان د لاجورد ډبرې په جواهرو جوړولو کې د غمي او د کورونو په ښکلا   کارول کېږي چې د نړۍ په کچه غوره کيفيت لري.

د  هېواد اساسي قانون د لومړي څپرکې د ٩ مې مادې له مخې؛ ((كانونه، او نورې ترځمكې لاندې زيرمې د دولت ملكيت دى. د دولت دملكيتونوساتنه او اداره او له طبيعى زيرمو او نورو عامه ملكيتونو څخه د سمې استفادې ډول د قانون له لارې تنظيميږي.))

 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement