د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

سلګونه بهرني جنګيالي د بدخشان جرم ولسوالي ګواښي

سلګونه بهرني جنګيالي د بدخشان جرم ولسوالي ګواښي

Mar 21, 2016 - 14:33

فيض اباد(پژواک،٢ ورى ٩٥): د بدخشان مرستيال والي د اندېښنې په څرګندلو سره وايي چې په جرم ولسوالۍ کې سلګونه بهرني جنګيالي فعاليت لري او دا ولسوالۍ تر اوچتو امنيتي ګواښونو لاندې ده.

ګل محمد بيدار پژواک خبري اژانس ته وويل چې ازبکستاني، تاجکستاني، چيچني او پاکستانيو وګړو په ګډون له ٢٥٠ نه تر ٣٠٠ پورې وسله وال د جرم په خستک دره کې مېشت دي او د ولسوالۍ مرکز هره شېبه تر ګواښ لاندې دى.

خستک دره د جرم د مرکز ٢٠ کيلومترۍ کې موقعيت لري.

د بدخشان مرستيال والي په خبره، اړينه ده چې د هوايي بريدونو سره يو ځاى ځمکني چاڼيز عمليات هم پيل شي.

هغه وويل:((موږ ددې عملياتو د عملي کولو لپاره خپلې طرحې حکومت ته سپارلې او حکومت منلې دي، امکان لري چې عمليات د همدې مياشتې تر پايه پيل شي او خستک دره چاڼ شي.))

بيدار زياته کړه چې دا دره له واورو ډکه ده چې د پاکستان له لوري يې د طالبانو اکمال بند کړى، که چېرته واوره لرې شي، هغوى به له سره اکمال او تجهيز شي او امنيتي ګواښونه به زيات کړي.

د بدخشان مرستيال والي وويل چې ددې عملياتو سربېره په وردوج او يمګان ولسواليو هم پيل شوي او دواړه ولسوالۍ به د وسله والو مخالفينو له شتون نه پاکې شي.

 د وردوج ولسوالي د تلې مياشتې او يمګان ولسوالي د لړم مياشتې راهيسې د طالبانو تر واک لاندې ده.

د بدخشان ولايتي شورا غړي احمد جاوېد مجددي وويل چې امنيتي چارواکي له څو مياشتو راهيسې څو ځله د عملياتو د پيل خبرې کړې، خو تر اوسه يې هم عملي اقدام نه دى کړى.

هغه زياته کړه:((ددې ولسوالۍ پر خلکو د طالبانو فشارونه او ظلمونه زياتېږي او طالبان له خلکو په زور اعاشه او اباته اخلي.))

 د مجددي په خبره، طالبانو صحرايي محکمو ته مخه کړې او په وروستي يوه کال کې يې شپږ ښځې په څو محکمو کې  وژلې دي.

همدارنګه د ملي اردو يو سرتېرى چې د طالبانو سره بندي و، په ډزو ووژل شو.

د بدخشان امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال سخي داد حيدري وويل چې دا سرتېرى يوه مياشت وړاندې په وردوج ولسوالۍ کې ونيول شو او طالبانو يې له کورنۍ نه ٣٠٠ زره افغانۍ غوښتې وې، خو کورنۍ يې د دومره پيسو د ورکړې توان نه درلود چې بلاخره دغه سرتېرى په ډزو ووژل شو او مړى يې نن په بهارک ولسوالۍ کې د ملي اردو ځواکونو ته وسپارل شو.

 هغه زياته کړه چې تېره شپه طالبانو د بهارک ولسوالۍ پر مرکز د BM1 څلور مرمۍ توغولې چې له امله يې د استوګنې يو کور ويجاړش وى او دوه ملي وګړي يې ژوبل کړي دي.

خو طالبانو په خپله ويبپانه کې ويلي چې په بهارک ولسوالۍ کې يې د امنيه قوماندانانو پر يوه مهمه غونډه د درنې وسلې بريد کړى چې له امله يې درنه مرګ ژوبله اوښتې، خو کره شمېره يې نه ده تر لاسه شوې.

د ويلو ده چې امنيتي ځواکونو تېره د بدخشان په بهارک ولسوالۍ کې د طالبانو د بريدونو د مخنيوي او ١٥ طالبانو د وژلو خبر ورکړى و، خو طالبانو بيا د ١٧ اربکيانو د وژلو ادعا کړې وه.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement