د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د تاجکستان دوه تښتول شوي وګړي خوشي شول

د تاجکستان دوه تښتول شوي وګړي خوشي شول

Mar 29, 2016 - 12:03

فيض اباد (پژواک، ١٠ ورى ٩٥): د بدخشان چارواکي وايي چې په دې ولايت کې د غير قانوني وسله والو له خوا تښتول شوي دوه تاجکستاني وګړي را خوشي شوي او د تاجکستان لور ته سپارل شوي دي.

غير قانوني وسله والو د تېرې جمعې په ورځ د تاجکستان په پوله د خواهان- ختلان په اوږدو کې د تاجکستان په خاوره د مسافرو پر يوه کاروان بريد کړى چې په ترڅ کې يې د هغه هېواد يو وګړى وژلى او دوه نور يې په تاجکستان کې د يوه افغان بندي د خوشي کولو لپاره برمته کړي وو.

د بدخشان امنيتي چارواکو په خبره، د يوه بار وړونکي شرکت مشر عزيزالله چې د تاجکستان خاورې له لارې د بدخشان خواهان ولسوالۍ ته د سوداګرو او خلکو مالونه لېږدوي، د تاجکستاني پوليسو له لوري د غير قانوني کړنو په تور نيول شوى دى.

د بدخشان د والي وياند احمد نويد فروتن د سې شبنې (١٠ ورى) په ورځ پژواک خبري اژانس ته وويل چې د بدخشان والي د خواهان ولسوال ته امر کړى چې د دې دوو تاجکستاني وګړو د خوشي کولو کې همکاري وکړي.

هغه زياته کړه چې د دې هڅو په پايله کې تېره ورځ دواړه تاجکستاني وګړي له تښتوونکو راخوشي شوي او وروسته تاجکستان ته سپارل شوي دي.

خو یوه ځايي اوسېدونکي د نوم له ښودو پرته وويل چې ياد دواړه تاجکستاني وګړي د يوې پټې معاملې پر بنسټ خوشي شوي دي.

د بدخشان د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال سخي داد حيدري پژواک خبري اژانس ته وويل چې ياد شوي دوه کسه د ځايي سپين ږيرو په منځګړيتوب خوشي شوي دي.

هغه زياته کړه چې د بدخشان خواهان ولسوالۍ ته چېرته چې ياده پېښه رامنځته شوې، د يوه پلاوي په مشرۍ تللى، څو قضيه له نږدې وڅېړي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement