د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د بدخشان د پوهنې رياست کې سلګونه بستونه د سرپرستانو له لوري اداره کېږي

د بدخشان د پوهنې رياست کې سلګونه بستونه د سرپرستانو له لوري اداره کېږي

Apr 02, 2016 - 18:49

فيض اباد (پژواک ١٤ ورى ٩٥): د بدخشان د پوهنې په نظام کې بې نظمي، بې عدالتي او انارشېزم تر عوج پورې رسېدلي او د دغه ولايت په معارف رياست کې ٦٣٤ تدريسي او اداري بستونه د سرپرستانو له لوري اداره کېږي.

 دغه مطلب، بدخشان ولايت ته د پوهنې وزارت د لېږل شوي پلاوي په موندنو کې څرګند شوى، چې ياد ولايت ته يې د پوهنې نظام د څېړنې په موخه سفر کړى دى.

  د پوهنې وزير سلاکار قيس مهر آيين چې د پوهنې وزارت د درې کسيز پلاوي په مشرۍ بدخشان ته تللى، وويل چې د بدخشان د والي، وکيلانو او د خلکو د شکايتونو له مخې يې دغه ولايت ته سفر کړى، څو د بدخشان د پوهنې نظام په تدريسي او اداري برخو کې وڅېړي.

 هغه زياته کړه، چې د پوهنې وزارت د لېږل شوي پلاوي موندنې ښيي چې له تېرو څو کلونو راهيسې په دغه ولايت کې ٦٣٤ اداري او تدريسي بستونه، د يو شمېر کسانو د شخصي اړيکو او د پر معارف رياست باندې د زورواکو د فشار له امله د سرپرستانو له لوري اداره کېږي.

 د نوموړي په وينا، تحصيل کړي کسان چې د سيالۍ په ازموينې کې بريالي شوي په دغو بستونو باندې نه دي ګومارل شوي او پر ځاى يې د شخصي اړيکو پر مټ راغلي کسان د سرپرستانو په توګه ټاکل شوي چې دا کار د پوهنې وزارت لپاره د نه منلو وړ کار دى.

 د پوهنې وزارت سلاکار زياته کړه، چې د ښوونکو د ٦٤٢ بستونو رقابتي ازموينه چې پخوا د ٣ زره داوطلبه ليسانسه او څوارلسم پاسانو اخيستل شوې او د هغو دليلونو له امله چې د بدخشان د والي له لوري ځنډول شوې وه؛ د پلاوي له لوري حل شوه او د يادې ازموينې د ګډونوالو د پايلو لړۍ پيل شوه.

 مهرايين وويل: "پخوا اجيرو او حق الزحمه يي ښوونکو خپلې دندې تر سره کولې، خو په روان ښوونيز کال کې د دولسم پاسانو او اجيرو ښوونکو پر ځاى د لوړو زده کړو لرونکي ښوونکي په دندو ګومارل کېږي."

 هغه زياته کړه، داسې اسناد مو ترلاسه کړي چې د پوهنې مدير او د ليسې مدير د پوهنې وزير امر هم نه دى منلى، اړيکي او شخصي سليقې يې له قانوني حکم هم لوړې منلې دي.

 نوموړي د دې خبرې په څرګندولو سره چې د بدخشان په پوهنې کې بې نظمي، بې عدالتي او انارشېزم حاکم دى، وويل: "هڅه کوو چې د بدخشان په پوهنه کې يو بنسټيز بدلون رامنځته کړو، د بدخشان د پوهنې په مخ کې پرتې ستونزې او خنډونه حل کړو او د بدخشان په ښوونځيو کې د پوهنې او تدريس کيفيت پورته يوسو."

 ورته مهال د بدخشان د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو مشر محمد شريف مبارز وويل، چې سرپرستانو په اداري او تدريسي بستونو کې د ښوونيزو خدمتونو د وړاندې کولو پر کيفيت منفي اغېزه ايستې او په حقيقت کې د يوې ادارې سرپرستوالى، يوه تشه ده چې د خدمتونو د وړاندې کولو کچه راټيټوي او يو مامور کومه ژمنه چې د ملکي خدمتونو په اداره کې لري؛ د سرپرستۍ د مقام پر مهال هغه ژمنه نه لري.

 هغه زياته کړه: "د معارف په رياست کې د استخدام کمېټه، زموږ له ادارې سره همغږي نه لري؛ له همدې امله ده چې سرپرستان په خپل حال پاتې، چې د پوهنې وزارت هم په دا ډول حالاتو کې خوښ نه دى او موږ هم هڅه کوو چې دغه بستونه د ريفورم له لارې ډک شي."

 د هغه په وينا، له ١٣٩٠ هجري کال راهيسې د بدخشان د پوهنې په نظام کې ٣٥٠ ټيټ مقام لرونکي بستونه ريفورم شوي، خو دغه لړۍ په يو شمېر ولسواليو کې د نا امنۍ له امله ځنډېدلې ده.

 نوموړي  د بدخشان په پوهنې رياست کې د ١١٥٠٠ اداري او تدريسي کارکوونکو شتون د نورو ولايتونو د پوهنې رياست په پرتله څلور برابره وښود او ويې ويل، چې د بدخشان پوهنې رياست د مشرتابه د نه همکارۍ او کمې لېوالتيا له امله هم د استخدام او ريفورم لړۍ ډېره ټکنې روانه ده.

 د پوهنې رياست تدريسي مرستيال عصمت الله شرقي وويل، چې د ولسواليو ټول اداري او تدريسي بستونه اعلان ته سپارل شوي او د سرپرستانو ستونزه به تر راتلونکو دريو مياشتو پورې حل شي.

 د شرقي په وينا، د غيرمسلکي ښوونکو په اړه هم کار روان دى او د پوهنې وزارت د مکتوب پر بنسټ به دولسم پاسانو ښوونکو پر ځاى چې عمرونه يې له ٥٥ کلنۍ اوښتي؛ ليسانس لرونکي او څوارلسم پاسان ښوونکي وګوماري.

 خو د بدخشان د پوهنې رياست د استخدام سرپرست مدير وويل، چې د سرپرستۍ د ستونزې حل وخت ته اړتيا لري.

 نوموړى چې له تېر يوه کال راهيسې د کار په استخدام کې د سرپرست په توګه کار کوي، پژواک ته وويل، د پوهنې ډېرى سرپرستان له دې امله چې د څو ورځو لپاره سرپرستان دي، چېرته تبديل کېږي او برخليک به يې څه وي؟ په خپلې لېوالتيا سره کار نه کوي.

 د ياد رياست بل کارکوونک سيد محمد شمشېري، له تېرو دوه کلونو راهيسې د ښوونيزې څارنې د سرپرست امر په توګه دنده تر سره کوي.

 هغه وويل: "د سيالۍ په ازموينه کې مې ٧٠ نمرې اخيستې، خو بل کس چې ٦٠ نمرې يې اخيستې وې، زما پر ځاى په هغه بست باندې ګومارل شوى، په پوهنې رياست کې بې عدالتۍ موږ ستړي کړي يو."

ورته مهال د پوهنې وزارت له لوري لېږل شوى پلاوى وايي، چې دخپلو څېړنو بشپړ راپور يې د پوهنې وزارت په واک کې ورکړى او هڅه کوي چې د بدخشان په پوهنيز نظام کې د خپلسريو ته د پاى ټکې کېښودل شي او مثبت بدلونونه رامنځته شي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement