د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د اداري اصلاحاتو خپلواک کميسيون کاري سيسټم برېښنايي کېږي

د اداري اصلاحاتو خپلواک کميسيون کاري سيسټم برېښنايي کېږي

Apr 09, 2016 - 20:47

کابل (پژواک ٢١ ورى ٩٥): د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کميسيون، د مخابراتو او معلوماتي ټيکنالوجۍ له وزارت سره د دغه بنسټ د اداري سيسټم د برېښنايي کولو په موخه هوکړه ليک لاسليک کړ.

د دغه پروګرام د اجرا هوکړه ليک نن د معلوماتي ټيکنالوجۍ وزير او د اداري اصلاحاتو خپلواک کميسيون سرپرست له لوري په کابل کې لاسليک شو.

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کميسيون سرپرست احمد مشاهد په يوه خبري ناسته کې وويل، چې د دغه هوکړه ليک پر بنسټ؛ د يادې ادارې کاري سيسټم د مخابراتو او معلوماتي ټيکنالوجۍ وزارت له لوري برېښنايي کېږي.

هغه زياته کړه: "يوه مهمه موضوع چې د خدمتونو د ښه والي، د فساد د کموالي او د خدمتونو په وړاندې کولو کې ښه رول لرلى شي، په دغه ډګر کې له ټيکنالوژۍ ګټه اخيستل دي او له  اداري فساد سره مبارزه د اداري چارو لړۍ له برېښنايي کېدو پرته امکان نه لري."

مشاهد زياته کړه: "د خدمتونو وړاندې کولو په برېښنايي (کمپيوټري) کېدو سره، د وخت مديريت عملي کېږي، د فساد او کاغذپراني مخه نيول کېږي او خلکو ته د خدمتونو وړاندې کولو کيفيت ښه والي مومي."

د مخابراتو او معلوماتي ټيکنالوجۍ وزير عبدالرازق وحيدي وويل، چې د دغه هوکړه ليک د عملي کېدو لپاره به د دواړو ادارو ګډ ټيم د اداري اصلاحاتو خپلواک کميسيون کاري سيسټم د برېښنايي کولو لپاره کار وکړي.

هغه وويل: "د اداري چارو په برېښنايي کولو سره خلکو ته د حکومت د خدمتونو کيفيت نور ههم ښه کېږي او هيله ده چې په نږدې راتلونکي کې به د خدمتونو چارو د ښه والي او ادارو کې د اداري فساد د کموالي په برخه کې شاهد واوسو."

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement