د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

چارواکي : د بدخشان تګاب کې ٣٨ وسله وال او څلور پوليس وژل شوي

چارواکي : د بدخشان تګاب کې ٣٨ وسله وال او څلور پوليس وژل شوي

Apr 18, 2016 - 18:38

فيض اباد (پژواک ٣٠ ورى ٩٥): امنيتي سرچينې وايي، چې د بدخشان په تګاب ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او وسلوالو طالبانو تر منځ د نښتې له امله ٣٨ وسلوال مخالفين او څلور پوليس وژل شوي او دغه راز پنځه نور پوليس ټپيان شوي دي.

 يوې امنيتي سرچينې چې له نوم اخيستو يې ډډه کوله پژواک خبري اژانس ته وويل چې پرون له غرمې وروسته درې  بجې وسلوالو مخالفينو د بدخشان پر تګاب ولسوالۍ بريد وکړ چې يادې نښتې د شپې تر ١٢ بجو پورې دوام پيدا کړ.

 سرچينې زياته کړه، چې په دغه نښته کې ٣٨ وسلوال مخالفين چې په هغوى کې بهرنيان هم شامل دي، وژل شوي او مړي يې د جګړې په سيمه کې پاتې شوي دي.

 يادې سرچينې زياته کړه، چې په يادو نښتو کې څلور ملي او سيمه ييز پوليس هم وژل شوي او پنځه نور بيا ټپيان شوي دي.

 د امنيتي چارواکو د معلوماتو له مخې، طالبان له امنيتي ځواکونو سره له مخامخ کېدو وروسته د بدخشان يمګان ولسوالۍ ته په شا شوي دي.

طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه خپل نظر نه دى څرګند کړى.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement