د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د بدخشان په دوو ولسواليو کې چاڼيز عمليات پيل شول

د بدخشان په دوو ولسواليو کې چاڼيز عمليات پيل شول

Apr 20, 2016 - 13:59

فيض اباد (پژواک، د غويي لومړۍ نېټه ٩٥): د بدخشان ولايت امنيه قوماندان وايي چې  د دغه ولايت په وردوج او جرم ولسواليو کې د چاڼيزو عملياتو په ترڅ کې تر اوسه نږدې ٥٠ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د يادو ولسواليو ځينې برخې  له يوه کال راهيسې د وسله والو مخالفينو په واک کې دي.

د بدخشان امنيه قوماندان مل پاسوال غلام سخي غفوري پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه چاڼيز عمليات نن سهار اته نیمې بجې پيل شول.

هغه زياته کړه چې د وردوج ولسوالۍ کې د چاکران او يردار له برخو عمليات پيل شوي او اوسمهال د امنيتي ځواکونو او وسله والو مخالفينو ترمنځ نښتې روانې دي او له امنيتي ځواکونو سره د ښکېلو ځواکونو زيات شمېر د تاجکستان، ازبکستان او چيچن وګړي دي.

غفوري وويل چې په جرم ولسوالۍ کې هم له څو خواوو چاڼيز عمليات پيل شوي چې وسله والو مخالفينو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د هغه په خبره، تر اوسه په دې نښتو کې نږدې ٥٠ وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې چې په وژل شوو کې د صدام په نامه يو قوماندان او د هغه ١٤ ملګري هم شامل دي.

د بدخشان امنيه قوماندان وويل چې په دې نښتو کې يو پوليس هم وژل شوى او يو بل ژوبل شوى دى، خو ياد شوي عمليات د ملکي مرګ ژوبلې نه د مخنيوي په موخه په دقت سره مخته ځي.

د بدخشان ولايتي شورا غړي احمدجاوېد مجددي هم وويل چې امنيتي ځواکونو په دې عملياتو کې پرمختګ کړى او د وسله والو مخالفينو څو پوستې د دولت لاس ته ورغلي دي.

دا عمليات په داسې حال کې پيلېږي چې د بدخشان د وردوج او يمګان ولسوالۍ له يوه کال راهيسې د طالبانو په واک کې دي او د جرم ولسوالۍ پر زياتو برخو  کې هم فعاليت لري.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement