د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د کندهار لپاره د طالبانو والي او مرستيال یې له ٤٥ نورو وسله والو سره وژل شوي

د کندهار لپاره د طالبانو والي او مرستيال یې له ٤٥ نورو وسله والو سره وژل شوي

May 02, 2016 - 14:28

کندهار (پژواک، ١٣ غويى ٩٥): د کندهار ولايت امنيتي چارواکي وايي، په شاوليکوټ ولسوالۍ کې يې د پيل شوو عملياتو په لړ کې د دغه ولايت لپاره د طالبانو والي او د هغه مرستيال له ٤٥ وسله والو سره وژلي دي.

په شاوليکوټ ولسوالۍ کې دغه عمليات له تېرو پنځو ورځو راهيسې د ګډو ځواکونو له خوا له هغه وروسته پيل شوي چې وسله والو طالبانو د يادې شوې ولسوالۍ په کټه سنګ او البک سيمو کې پر امنيتي پوستو بريدونه وکړل او د ځينو پوستو تر سقوط وروسته يې د کندهار- اروزګان لاره د ماينونو په وسيله وتړله.

د کندهار د والي وياند صميم خپلواک د غويي په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل، په شاوليکوټ کې د پيل شوو عملياتو په لړ کې تېره شپه امنيتي ځواکونه د کندهار- اروزګان پر لاره د ماينونو په پاکولو بوخت وو چې وسله والو ورباندې بريد وکړ.

هغه زياته کړه، دا چې امنيتي ځواکونو مخکې له مخکې چمتووالى درلود له وسله والو سره يې سخته جګړه پيل کړه چې ساعتونه وخت يې واخيست.

دى وايي، په دې جګړه کې د کندهار لپاره د طالبانو والي حيات الله مشهور په حاجي لالا او د هغه مرستيال احمد شاه همت مشهور په همت هم برخه لرله چې د دواړو په ګډون په کې ٤٥ وسله وال ووژل شول.

د ده په خبره، په دې جګړه کې امنيتي ځواکونو او ملکي وګړو ته هېڅ راز زيان نه دى اوښتى.

ده دا هم وويل چې د جګړې پر مهال د وسله والو مخالفين ګڼ شمېر وسلې او مهمات د پوليسو لاس ته ورغلي دي.

د کندهار د امنيې قوماندانۍ وياند ضيا دراني هم پژواک خبري اژانس ته وويل چې د شاوليکوټ په عملياتو کې د وسله والو طالبانو د والي او د هغه د مرستيال په ګډون ٤٥ وسله وال وژل شوي او عمليات لا هم دوام لري.

دى هم وايي چې په دغو عملياتو کې امنيتي ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى.

هغه زياته کړه، دغه عمليات د ملي اردو، ملي پوليسو، سيمه ييزو پوليسو او ملي امنيت د ځواکونو له خوا په ډېره ښه توګه روان دي، څو شاوليکوټ ولسوالۍ د طالبانو له شتون څخه پاکه شي او د کندهار- اروزګان لار د خلکو پر مخ پرانيستل شي.

دى وايي، تر دې مهاله په دغه لاره کې خښ شوي لسګونه ماينونه د امنيتي ځواکونو له خوا کشف او ايستل شوي دي.

د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي په شاه وليکوت کې د طالبانو د مرګ ژوبلې په اړه د حکومتي چارواکو ادعا رد کړې او زياتوي چې په يادونو نومونو دوى والي او مرستيال والي نه لري.

هغه په مقابل کې د ګڼ شمېر دولتي سرتېرو دوژلو ادعا کړې ده.

د يادونې ده، تېره ورځ هم په دې ولسوالۍ کې د عملياتو پر مهال ٢١ وسله وال وژل شوي وو، ٢٤ ټپيان شوي وو او ٧ تنه نور ژوندي نيول شوي وو.

د کندهار- اروزګان لار له تېرې يوې اوونۍ راهيسې د ترافيکو پر مخ تړلې ده چې د خلکو په وينا په اروزګان ولايت کې يې د خوراکي او غير خوراکي توکو بيې لوړې کړې دي.

خو امنيتي ځواکونه خبر ورکوي چې ډېر ژر به دغه لار له ماينونو پاکه کړي.

 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement