د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

بدخشان کې د تاجکستان کونسلګري بيا فعاليت پيل کړ

بدخشان کې د تاجکستان کونسلګري بيا فعاليت پيل کړ

Jul 11, 2016 - 16:23

فيض اباد (پژواک، ٢١ چنګاښ ٩٥): بدخشان کې د تاجکستان کنسلګري چې يو کال وړاندې د امنيتي ګواښونو له امله بنده شوې وه، خپل فعاليت يو ځل بيا پيل کړ.

بدخشان کې د تاجکستان نوى کنسل اميد نظروف، د بدخشان له والي احمدفيصل بېکزاد سره د ليدو پر مهال ويلي چې د افغان حکومت له ډاډ ورکولو او شته امنيتي اندېښنې له حل کېدو وروسته تاجکستان چمتو شوى، څو په بدخشان کې خپله کنسلګري يو ځل بيا پرانېزي.

هغه زياته کړه: "د افغانستان او تاجکستان تر منځ د دوستۍ اړيکې فرهنګي او ژبنيو مشترکاتو ته په پام سره ډېر اوږد تاريخ لري او موږ د دغو دوه هېوادونونو اړيکو ټينګښت ته په پام سره کوښښ کوو، څو د ويزې ترلاسه کولو په موخه ډېرې اسانتياوې رامنځته شي."

بېکزاد په بدخشان کې د تاجکستان کونسلګرۍ د کار له بيا پيلولو څخه د هرکلي ترڅنګ، په دغه ولايت کې د تاجکستان د کونسلګرۍ امنيت له ټينګښت او د يا دې کونسلګرۍ له چارواکو سره له هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.

هغه وويل چې په بدخشان کې د دغه هېواد د څانګې پرانېستل پر دې سربېره چې د دغه ولايت سرحدي سيمو د تګ راتګ او د خپلو ناروغانو او خوراکي توکو ستونزې تر ډېره راکموي، په نېکو ټولنيزو او فرهنګي اړيکو په ټينګښت کې هم د دواړو هېوادونو تر منځ ښه اغېز لري.

د بدخشان د خواهان ولسوالۍ اوسېدونکي جلال الدين وويل، چې د تاجکستان د کونسلګرۍ پرانېستنه د دغه ولايت د سرحدي سيمو لپاره يو ښه خبر دى.

د نوموړي د معلوماتو پر بنسټ، د دغه ولايت د راغستان او وردوج او نورو سيمو کې د طالبانو موجوديت د يادو ولسواليو د اوسېدونکو لپاره سخت خطر دى.

پر دې سربېره هغه زياته کړه: "سوداګر د دې جرئت نه کوي چې خپل توکي له نا امنو لارو راولېږدوي، دغه راز محصلين، ملکي او پوځي مامورين او اردو سرتېرې هم جرئت نه شي کولى چې له دغو لارو سفر وکړي او د تاجکستان له کونسلګرۍ څخه د ويزې په ترلاسه کولو سره کولى شي، دغه ستونزې حل کړي."

جلال الدين د خپلو خبرو په دوام کې وويل، چې پخوا کلونه به ويزې په تور بازار کې پلورل کېدې، کومه ويزه به چې په سل ډالر ترلاسه کېده نو هغه به په ٤٠٠ ډالره پلورل کېده چې د کونسلګرۍ په داخل کې به کمېشن کارانو له دغه کار ډېره ګټه ترلاسه کوله.

هغه هيله څرګنده کړه چې په بدخشان کې د تاجکستان نوى کنسل دغې چارې ته پوره پام وکړي.

د بدخشان مرکز فيض اباد کې د تاجکستان کونسلګرۍ بندېدو سره د نُسي، ماهمي، شُکي، کوفاب او خواهانو ولسواليو اوسېدونکو ته چې له تاجکستان سره ګډه پوله لري، ډېرې ستونزې راولاړې کړې وې.

د دغو ولسواليو خلک د تاجکستان له لارې د يوازې نښلوونکې لارې په توګه ګټه پورته کوي او دوى اړ دي چې د خپل تګ راتګ لپاره د تاجکستان ويزه ترلاسه کړي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement