د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

کونړ کې چاودنې اووه کسان ټپیان کړي

کونړ کې چاودنې اووه کسان ټپیان کړي

Jul 14, 2016 - 12:50

اسعداباد (پژواک، ٢٤ چنګاښ ٩٥): چارواکي وايي چې په کونړ ولايت کې د يوې چاودنې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون د يوې کورنۍ اوه کسان ټپيان شوي دي.

د کونړ د والي وياند عبدالغني مصمم د چنګاښ په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه  پرون ماښام د ولايت د مرکز اسعداباد په دم کلي کې رامنځته شوې وه.

هغه زياته کړه چې نامعلومو کسانو د يادې سيمې د يوه اوسېدونکي مير افضل د کور له دېوال سره ماين ځاى پر ځاى کړی و او بيا يې د ريموټ کنټرول په وسيله ورته چاودنه ورکړې ده.

مصمم وايي چې په دې چاودنه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ٧ تنه ټپيان شوي چې روغتون ته لېږدول شوي دي.

د نوموړي په وينا، مير افضل له دولت سره کومه دنده نه لري او د سيمې عادي اوسېدونکى دى.

نوموړي وويل چې په ټپيانو کې د څلورو مياشتو ماشوم هم شامل دى.

د اسعداباد ملکي روغتون رييس ډاکټر فاروق سهاک پژواک اژانس ته وويل چې دوى ته ياد ټپيان ور وړل شوي او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دى.

تر اوسه د دې پېښې مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement