د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

هره ورځ څه باندې پنځه زره کسان له بند "امير" ليدنه کوي

هره ورځ څه باندې پنځه زره کسان له بند "امير" ليدنه کوي

Aug 03, 2016 - 15:21

باميان ښار (پژواک، ١٣ زمرى ٩٥): د هواد په ګرمېدو او د ښوونځيو د دوبنيو رخصتيو په پيل سره په باميانو کې د بندامير طبيعي او ښکلي بند لېدونکي زيات شوي او هره ورځ ترې څه باندې پنځه زره کسان ليدنه کوي.

ددغه لېدونکو زياته برخه د کابل، بلخ، بغلان، ميدان وردګو، دايکنډي، پروان، غور، غزني، سمنګانو او ځينو نورو ولايتونو اوسېدونکي دي چې د تفريح لپاره باميانو ته ورځي.

د امير بند يوه لېدونکي ابوذر، پژواک خبري اژانس ته وويل چې له کابل نه له خپلې کورنۍ سره باميانو ته راغلى او ددې ولايت له بېلابېلو ځايونو په ځانګړي ډول امير بند نه يې ليدنه کړې ده.

هغه زياته کړه: ((له کابل نه له خپلې کورنۍ سره باميانو ته راغلى يم، دوه درې ورځې کېږي چې په باميانو کې يم، کورنۍ مې ډېره خوشحاله وه، خو له بده مرغه چې له باميانو تر کابل پورې لاره نا امنه ده او د جلريز په سيمه کې تل خلک په جګړه کې را ګير وي، کنه خلک سخته لېوالتيا لري چې د جمعې ورځ په باميانو کې تېره کړي.))

يو بل کورني ګرځندوى سيد حسن چې له پروان ولايت نه د امير بند ليدو ته راغلى، وويل چې دا بند ښکلى او د ليدو وړ دى.

نوموړي زياته کړه: ((درې ورځې کېږي چې په بند امير کې مې خپلې کورنۍ ته کرايي خېمه نيولې، کورنۍ مې د ورځې د بند امير سيلونه کوي، د شپې خېمې ته راځي، پخوا مې باميان نه و ليدلى، لومړى ځل دى چې بند امير ګورم، دلته مې له خپلې کورنۍ سره ښه وخت تېر کړ.))

د باميانو د والي وياند عبدالرحمن احمدي وويل چې په دې ورځو کې هره ورځ څه باندې پنځه زره کسان له بېلابېلو ولايتونو باميانو ته د تفرېح لپاره ورځي، د لېدونکو شمېر له پنځو زرو هم لوړېږي، ځايي ادارې د باميانو  د اوسېدونکو په ملتيا ټولې اسانتياوې لکه امنيت نيول او د ګرځندوى خدمتونه، په ښه ډول رامنځته کړي دي.

د باميانو د تاريخي ابداتو عمومي مدير عبدالحميد جليا وويل، احتمالاً چې له باميانو د سږ کال لېدونکي تر پروسږ کال زيات دي، خو لا هم له دې امله چې کال لا پاى ته نه دى رسېدلى، په کره توګه يې شمېر نه شي ښودلى، تر اوسه څه باندې سل زره کسانو له باميانو ليدنه کړې.

هغه زياته کړ: ((د دا ډول ګرځندويانو زياته برخه مخامخ بند امير ته د تفريح لپاره ځي.))

جليا زياته کړه چې د پروان او ميدان وردګو له لارې باميانو ته دواړه غځېدلې لارې نا امنه دي، هوايي ترانسپورټ هم زيات ګرانه دى چې د نفر پر سر د الوتکي ټکټ سل ډالره کېږي، که دا ستونزې نه وي، د ښوونځيو د رخصتيو، پسرلي او اوړي په موسم کې زيات کورني سيلانيان باميانو ولايت ته سفر کوي.

لطف الله چې له ميدان وردګو ولايت باميانو ته راغلى، وويل: ((باميان په رښتيا هم ليدو ارزي، کله چې باميانو ته ورسېدم، فکر مې وکړ چې افغانستان له جګړې خلاص دى، هر څوک چې باميانو ته راشي، نو د امنيت او ارامۍ احساس کوي.))

باميان ٨ تاريخي ساحې لري چې له يونسکو سره ثبت شوي دي په دې ساحو کې دوې د بودا نړول شوې مجسمې، ککرک دره، قل اکرم، ضحاک ښارګوټى، غلغله ښار ګوټى، د قل غمي سمڅې او نورې سڅمې چې د بودايي دورې له وخته پاتې دي.

پر دې تاريخي ساحو سربېره امير بند اوه بنده او جهيلونه لري چې سرشاره طبيعي منظره لري او د افغانستان د ملي پارک په نامه هم يادېږي چې هره ورځ ترې زرګونه کسان ليدنه کوي.

په امير بند کې ګرځندوى خدمتونه چې شاوخوا ١٠ هوټلونه، لسګونه خېمې او کرايي کورونه په کې دي، شته او هغه کسان چې شپه په امير بند کې تېروي، په کې پاتې کېږي.

امير بند په ١٣٨٦ لمريز کال کې د ولسمشر په فرمان د افغانستان د لومړي ملي پارک په توګه اعلان شو. دا پارک په افغانستان کې د تفريح تر ټولو ستر مرکز دى چې د کابل ښار د لوديځ په شاوخوا ٧٠ کيلومترۍ کې موقعيت لري. د بند امير ملي پارک ٤١ زره هکتاره وچ مساحت لري، ٦ طبيعي جهيلونه لري چې د هر يوه د اوبو ساحه ٤٩٠ هکتاره ده، تر ټولو ستره يې د ذولفقار بند نومېږي.

 

 

نښه: 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement