د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د ماین چاودنې دوو پولیسو ته مرګ ژوبله اړولې

د ماین چاودنې دوو پولیسو ته مرګ ژوبله اړولې

Aug 10, 2016 - 11:29

فيض اباد (پژواک، ٢٠ زمرى ٩٥): د بدخشان امنيتي چارواکي وايي چې د دغه ولايت په ارغنجخواه ولسوالۍ کې د سړک غاړي ماين چاودنې يو پوليس وژلی او يو بل یې ټپي کړی دی.

د بدخشان د بهارک ولسوالۍ امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالودود راسخ وويل چې دا پېښه پرون ماښام شاوخوا شپږ بجې د ارغنجخواه ولسوالۍ د يخ درې په کلي کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه، پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې د دې ولسوالۍ د ملي امنيت مدير له څلورو نورو کسانو سره له بهارک نه ارغنجخواه ولسوالۍ ته روان و چې موټر يې په يخ دره کې د سړک غاړې پر ماين ور برابر شو.

راسخ زياته کړه چې د دې چاودنې په پايله کې د موټر چلوونکى وژل شوى او يو پوليس ساتمن ژوبل شوى دى.

د بهارک ولسوالۍ د امنيه قوماندان په خبره، ماين د وسله والو طالبانو له لوري ځاى پر ځاى کړل شوى و چې موخه يې د ارغنجخواه ولسوالۍ د ملي امنيت مدير و.

خو وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement