د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په کندهار کې يوشمېر قابلو د فراغت سندونه ترلاسه کړل

په کندهار کې يوشمېر قابلو د فراغت سندونه ترلاسه کړل

Aug 15, 2016 - 18:55

کندهار(پژواک،٢٥زمرى٩٥): په کندهار ولايت کې ٢٤ قابلو تر دوه کلنۍ ازموينې وروسته د فراغت سندونه ترلاسه کړل.

دغه قابلې په کندهار کې د UNICEF په مالي مرسته او د AHDS انجيو په تخنيکي ملاتړ روزل شوې دي.

چارواکي وايي، فارغې شوې قابلې به د کندهار په يو شمېر ولسواليو کې په دندو وګومارل شي چې د مور او ماشوم د مړينې کچه به ورسره راټيټه شي.

په دې اړه د کندهار د عامې روغتيا په رياست کې غونډه جوړه شوې وه چې په کې د کندهار مرستيال والي عبدالعلي شمسي، د يونسيف مشرې عادلې خضر، د عامې روغتيا رييس ډاکټر احمد الله فيضي او نورو مسوولينو ګډون درلود.

د کندهار مرستيال والي عبدالعلي شمسي د ٢٤ تنو قابلو روزنه د روغتيا په برخه کې يو ښه ګام وباله او ويې ويل چې دغه قابلې به په ولسواليو کې په دندو وګومارل شي چې ډېره اړتيا ورته ليدل کېږي.

هغه هيله وښوده چې فارغې شوې قابلې به په ولسواليو کې معياري خدمات تر سره کړي چې ورسره به د ميندو او ماشومانو په مړينه کې کمى راشي.

نوموړي له عامې روغتيا رياست او په دې برخه کې له مرسته کوونکو ادارو وغوښتل چې په دې ولايت کې روغتيايي خدماتو ته لا پراختيا ورکړي.

د يونسيف مشرې عادلې خضر وويل، دا د قابلو د فراغت دويمه دوره ده چې د يادې شوې ادارې په مرسته روزنه ويني او فارغېږي.

هغې وويل، يواځې دا کافي نه ده، بلکې په دې برخه کې دې د خلکو پر عامه پوهاوي هم کار وشي څو د مور او ماشوم د مړينې کچه ټيټه شي.

د دې په خبره، د روغتيا له سکتور سره په ګډه هڅه کوي چې په دې ولايت کې روغتيايي خدمات پراخ او معياري شي.

د کندهار د عامې روغتيا رييس ډاکټر احمد الله فيضي وويل، په دې ولايت کې د قابلو له ډېروالي سره د مېندو او ماشومانو د مړينې کچه ټيټه شوې، خو لا هم ډېر کار ته اړتيا ده چې دغه کچه صفر ته راټيټه شي.

ده زياته کړه، په لرې پرتو سيمو او ولسواليو کې لا هم په دې برخه کې ستونزې شته، ځکه نه کافي روغتيايي مرکزونه شته او نه هم د ډاکټرانو تر څنګ د اړتيا وړ قابلې شته.

خو دى وايي چې په تدريجي توګه به په ولسواليو کې د قابلو شمېر ډېر شي څو ميندو او ماشومانو ته معياري روغتيايي خدمات وړاندې شي.

د لطيفې په نوم يوې قابلې خوښي وښودله چې زده کړې يې بشپړې کړي او د دې جوګه شوې چې له مېرمنو سره د زېږون پر مهال روغتيايي مرسته وکړي.

هغې وويل، په لرې پرتو سيمو کې په نسايي ولادي برخه کې د مناسب ځاى او کافي وسايلو نشتوالى لوى خنډ دى چې حکومت بايد په دې برخه کې کار وکړي.

د افغانستان په څېر هېوادونو کې د مور او ماشوم د مړينې د کچې په ټيټوالي کې د قابلو رول د پام وړ بلل کېږي.

د شمېرو له مخې، د نړۍ په ٧٢ هېوادونو کې قابلې توانېدلي چې تر ٣٠ سلنې د مور او ماشوم د مړينې کچه ټيټه کړي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement