د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په کندهار کې ٩٥٢ تنو د شپې پوهنځيو لپاره د کانکور ازموينه ورکړه

په کندهار کې ٩٥٢ تنو د شپې پوهنځيو لپاره د کانکور ازموينه ورکړه

Aug 15, 2016 - 19:21

کندهار ښار(پژواک،٢٥زمرى٩٥): په کندهار کې د ٤ نجونو په ګډون ٩٥٢ تنو د شپې پوهنځيو لپاره ازموينه ورکړه.

دغه ازموينه د دريو پوهنځيو (ښوونې او روزنې، اقتصاد او شرعياتو) لپاره واخيستل شوه.

د ازموينې اخيستو لپاره د لوړو زده کړو وزارت له لوري د پوهاند حميدزي په مشرۍ يو پلاوى کندهار ته رالېږل شوى و.

پوهاند حميدزي د ازموينې پر مهال پژواک خبري اژانش ته وويل، د کندهار پوهنتون اړوند د شپې پوهنځيو لپاره د دوولسمو ټولګيو ١١٠٠ تنو فارغينو نوم ليکنه کړې وه چې په ازموينه کې ٩٥٢ تنو ګډون وکړ چې ٤ تنې يې نجونې وې.

هغه زياته کړه، تېر کال د ځينو ستونزو له امله د شپې پوهنځيو لپاره د ازموينې اخيستلو لړۍ ځنډېدلې وه، خو اوس ستونزې حل شوې او هر کال به دغه ازموينه اخيستل کېږي.

نوموړي دا هم وويل چې د کندهار پوهنتون له مشرتابه ټيم سره يو ځاى يې هڅه کړې چې د ازموينې پروسه ډېره شفافه وي او چا ته د مداخلې حق ور نه کړي.

د کندهار مرستيال والي عبدالعلي شمسي د شپې پوهنځيو د کانکور د ازموينې اخيستلو پر مهال وويل چې د شپې پوهنځي د هغو کسانو لپاره چې د ورځې له پلوه په کارونو بوخت دي او يا د خپلو کورنيو مسووليتونه ور دغاړې دي، د لوړو زده کړو ښه فرصت دى.

هغه خوښي وښودله چې په دې ولايت کې ورځ تر بلې د ځوانانو تر منځ لوړو زده کړو ته لېوالتيا ډېرېږي او په دې برخه کې ورته د پخوا په پرتله ډېرې اسانتياوې هم برابرې شوې دي.

نوموړي د لوړو زده کړو له وزيرې مننه وکړه چې په لنډه موده کې يې د هغوى غوښتنه منلې او د شپې پوهنځيو په لړ کې يې دوه نور پوهنځي هم ور زيات کړي دي.

تېره ورځ يو شمېر کسانو احتجاج کړى وو چې ګواکې يواځې د ښوونې او روزنې پوهنځي لپاره ازموينه ورکولى شي، خو وروسته ځايي مسوولينو اقدام وکړ او دغه ستونزه يې حل کړه چې وروسته دوه نور پوهنځي اقتصاد او شرعيات هم ور زيات شول.

د محمد ناصر په نوم د کانکو ازموينې يوه برخه وال د ازموينې د بهير له شفافيته ډاډ وښود او ويې ويل دا د هغوى لپاره ښه چانس دى چې د شپې له پلوه ورته د لوړو زده کړو زمينه برابرېږي.

هغه وويل چې په تېرو کلونو کې محصلينو د شپې له پلوه يواځې د ښوونې او روزنې په پوهنځي کې زده کړې کولى شواى، خو سږ کال دوه نور پوهنځي هم ور ډېر شوي چې د دوى لپاره د خوښۍ خبره ده.

دا مهال کندهار پوهنتون د ورځې له پلوه ١٢ او د شپې له پلوه ٣ پوهنځي لري چې طب، انجنيري، کرنه، ښوونه او روزنه، شرعيات، حقوق او سياسي علوم، عامه اداره او پاليسي، ژبې او ادبيات، ژورناليزم، اقتصاد، کمپيوټر ساينس او ستوماتولوژي په کې شامل دي.

په دې پوهنتون کې د هېواد د ٣٤ ولايتونو شاوخوا ١٠ زره محصلين لوړې زده کړې کوي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement