د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

باميانو کې ٨٠٠ کيلوګرامه ترياک ترلاسه شول

باميانو کې ٨٠٠ کيلوګرامه ترياک ترلاسه شول

Aug 17, 2016 - 18:45

 کابل (پژواک، ٢٧ زمرى ٩٥): د کورنيو چارو وزارت په باميانو ولايت کې د ٨٠٠ کيلوګرامه ترياکو او دوه کسانو  د نيولو خبر ورکړى دى.

 د کورنيو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مرستيال ډګر جنرال بازمحمد احمدي نن په کابل کې په يوه خبري ناسته کې وويل چې ياد قاچاق وړونکي هغه مهال د پوليسو له لوري له پېژندلو وروسته ونيول شول چې له يادې اندازې ترياکو سره د باميانو له سيغان ولسوالۍ څخه د کابل ښار ته د تلو په حال کې و.

 هغه زياته کړه  چې يادو کسانو نشه يي توکي په ډېره ماهرانه توګه په يوه کاماز ډوله موټر کې ځاى پر ځاى کړي و د هلمند او کندهار ولايتونو ته يې د لېږدولو هوډ درلود.

 احمدي د يادو دوو قاچاق وړونکو نومونه اغامحمد د کندهار ولايت اوسېدونکى او عبدالاحمد د غور ولايت اوسېدونکى وبلل.

 نوموړي څرګنده کړه چې اوسمهال په سويل لوېديځ کې د هيرويينو د توليد و پروسس ډېرى مرکزونه د افغانستان او پاکستان تر منځ پولو ته لېږدول شوي دي.

 د کورنيو چارو وزارت ياد لوړپوړي چارواکي د خپلو خبرو په دوام کې وويل  چې روان کال کې د افغانستان په ختيځ کې ٦٠ سلنه توليد شوي نشه يي توکي د بېلابېلو لارو په اوږدو کې کشف او نيول شوي دي.

 د نوموړي په وينا، د هېواد په کچه د کوکنارو کښت له منځه وړلو پروګرام له دې امله چې په نا امنه ولايتونو کې د ترياکو کښت ترسره شوى، ډېر کم عملي شوى دى.

 هغه وويل: "کوکنار تر ډېره د هېواد په نا امنو ولايتونو کې کښت شوي، چې په هغو ولايتونو کې جګړې دوام درلود او د کوکنارو د کښت له منځه وړلو زمينه ډېره کمه مساعده وه."

 نوموړي څرګنده کړه چې د موجوده اطلاعاتو پر بنسټ د دې احتمال شته چې سږ کال به په هېواد کې د کوکنارو د کښت کچه ټيټه وي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement