د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

بدخشان کې لسګونو ښځو حرفوي زده کړې بشپړې کړې

بدخشان کې لسګونو ښځو حرفوي زده کړې بشپړې کړې

Aug 17, 2016 - 14:53

فيض اباد (پژواک، ٢٧ زمرى ٩٥): په بدخشان ولايت کې سل نجونو او ښځو له يوه رونيز پروګرام ترسره کولو وروسته د فراغت سندونه ترلاسه کړل.

 د بدخشان ځايي چارواکي وايي چې دغه ښځې او نجونې د GIZ موسسې له لوري  د يوه روزنيز پروګرام له دويم پړاو نه فارغې شوې چې د لبنياتو او ترکارۍ د پروسس مهارتونو، خياطۍ، ګلدوزۍ، کمپيوټر او انګليسي ژبې په برخه کې يې روزنه ترلاسه کړې ده.

مېرمن ذوقنون زياته کړه، د دغه روزنيز پروګرام په لومړي پړاو کې څه باندې سل ښځې د ترکارۍ پروسس او لبنيانو په برخه کې روزل شوې چې اوسمهال بازار ته حاصلات وړاندې کوي او له دې لارې ښه عايد لري.

د حرفې له څانګې يوې فارغې شوې مېرمن ثريا پژواک ته وويل چې اوسمهال کولى شي چې د کرنيزو محصولاتو بېلابېل ډولونه پروسس او بازار ته وړاندې کړي.

نوموړې د دغه کار په اړه د خوښۍ په څرګندولو سره وويل چې له لارې ښه عايد ترلاسه کوي چې د کورنۍ په ژوند کې يې د پرمختګ شوى.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement